1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست په ولایتي شورا کې جنجالي ټاکنې وشوې

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه

د خوست ولایتي شورا تر جنجالي ټاکنو وروسته خپل نوی مشر وټاکه. هغه داود شا مکین نومیږي چې د پنجشنبې په ورځ ئې پا کار پیل وکړ.

https://p.dw.com/p/14VJu
انځور: DW

د خوست ولايتي شورا د درو ميرمنو په ګډون نهه تنه غړي لري. د دغې شورا د پنجشنې د ورځي په ټاکنو کې یوازې پنځو تنو وکیلانو ګډون کړی وو او پاته څلور تنه غیر حاضر ول. هغه وکیلان چې د خوست ولایت د ولایتي شورا د مشر د ټاکنې په غونډه کې حاضر نه ول د نوې رئیس ټاکنه غیر قانوني بولې.

د خوست ولایت د ولایتي شورا نوی مشر وایي چې د پلان له مخې باید دغې شورا تیر کال خپل مشر ټاکلی وای خو د هغه په خبره د ځینو ستونزو له کبله دا کار تر سره نه شو. هغه زیاتوي چې دی پنځه وکیلانو چې د دې شورا اکثریت جوړوي ټاکلی دﺉ او له پاته څلورو وکیلانو سره هيڅ ډول ستونزه نه لري.

په همدې حال کې د پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې جان مير ځاځى د شورا د نوي مرستيال او زهره  جلال د شورا د نوې منشې په توګه وټاکل شول.

د خوست ولايتي شورا د مشرتابه په ټاکنو کې د شورا پخواني رئيس مراد خان منګل هم برخه نه وه اخيستې. په ورته وخت کې د خوست يو شمېر اوسيدونکي د ولايتي شورا له کړنو څخه خوښ نه دي.

دوى وايي چې د خوست ولايتي شورا د ولس د ستونزو د حلولو پر ځاى د خپل ځان له پاره کار کوي او ډير وخت د خلکو ستونزې د خپلو شخصي گټو له پاره د لا زيات جنجال خواته وړي.

عبدالحکيم د خوست په ښار کې يو سوداګر دﺉ. هغه وایي: «ولايتي شورا د خلکو ستوونزې د لا کړکيچ خوا ته وړي. موږ په ښار کې له دولت سره د تاجایي پر سر لانجه درلودله. دوه وکيلان زموږ په طرف ول، دوه نور وکيلان د دولت په طرف ول او ځينې وکيلان بيا د هغه شرکت په طرف ول چې د سوداګرو د تاجایي قرارداد ئې درلود.»

د مدنې ټولنې فعال الياس وحدت وایي چې په خوست کې ولايتي شورا هيڅ داسې مثبتې کړنې نه لري چې د دغه ولایت اوسیدونکي له هغه څخه یادونه وکړي.

وحدت زیاتوي چې د خوست د ولایتي شورا غړي تل پر قومي بنسټونو دغې شورا ته راځي او د شخړو پر سر د بحث پر وخت د ځینو خواوو اړخ نیسي.

وحت د بېلگې په توگه وايي چې په خوست کې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې پر سر لانجه وه. د هغه په خبره د دغه ولایت ولایتي شورا د هغه قوم په گټه پریکړه وکړه چې ورته ئې د ځمکې د ورکولو وعده کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د خوست د ولايتي شورا نوی رئيس داود شاه مکين زوى، له دويچه ويله (المان غږ) سره په مرکه کې دا تورونه رد کړل او ویول چې شورا ئې تل د خلکو د ستونزو د حلولو په هڅه کې ده.

فرید الله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش