1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې بشپړه عفرین سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستلې

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

د «زیتون څانګې د عملیاتو» تر پیل دوه میاشتې وروسته د ترکیې پوځ وتوانید چې د عفرين سیمه په بشپړ ډول تر کنترول لاندې راولي. د ترکیې د پوځ لوی درستیز اعلان کړی دی چې د عفرين د ښار په ګډون یې ټوله دغه سیمه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/2uw0M
Syrien Krieg Afrin | türkisches Militär
انځور: Reuters/K. Ashawi

د ترکیې خبري آژآنس «اناتولي» د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په حواله خبر ورکړی دی چې د سوریې په شمال کې دغه سیمه چې شاوخوا د دوو میاشتو راهیسې د «کردانو د ولسي دفاع واحدونو» تر کنترول لاندې وه، اوس په بشپړ ډول د ترکیې امنیتي ځواکونو تر خپل کترول لاندې راوستلې ده.

د دغه خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د ترکیې پوځ او د دوی سوریایې متحدینو یې د عفرين وروستۍ سیمې هم تصرف کړي دي.

د ترکیې پوځ په خپله اعلامیه کې زیاته کړې ده چې «د مینونو او ناچاودو مهماتو د کشف او خنثی کولو عملیات ادامه لري، تر څو د سیمي خلک وکولی شي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي».

په اعلامیه کې زیاته شوی ده چې د ترکیې پوځ او د هغې سوریایې متحدین د عفرين سیمې تر بشپړ نیولو وروسته په دې ښار کې د امنیت د ټینګولو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ترکیې پوځ د روان کال د جنورۍ میاشتې له شلمې نیټې څخه د کردانو د ولسي واحدونو پر وړاندې د «زیتون څانګي عملیات» پيل کړي دي.

ترکیه وایې چې د کردانو ولسي واحدونه د کردستان د کارګر ګوند «P.K.K» یوه څانګه ده، چې په اروپایې اتحادیه او امریکا متحده ایالاتو کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی دی چې د ترکي پوځ د عملیاتو په پایله کې تر ۱۷۰ ډير انسانان بی ځایه شوي دي.