1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې او اروپایي اتحادیې د مهاجړو د کړکیچ پر سر خبرې کړي

ستار جهش/ رویترز۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

اروپایي اتحادیه او ترکيه اروپا ته د بې سارې شمیر مهاجرو د راتګ د بهیر د کابو کولو له پاره یوې موافقې ته رسیدلي دي. اروپایي اتحاديي ترکیې سره د درې میلیارده یورو مرستو او د ترکیي د غړیتوب د خبرو له سره پیلولو ژمنه کړې

https://p.dw.com/p/1HEZf
انځور: Reuters/E. Vidal

د اروپایي اتحادیي د شورا مشر دونالد توسک، د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې د ترکیي او اروپایي اتحادیي تر منځ د یو څلورساعته غونډې وروسته دغه تړون تائید کړ. د ترکيي له لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې توسک وویل چې دا ناسته له ترکیې سره د اړیکو یو نوی پړاو ښيي.

توسک وویل: «له ترکيي څخه اروپایي اتحادیې ته د راتلونکو مهاجرو د کړکیچ تنظیمولو په اړه موږ د لوبې د قوانینو د بدلولو په لور د یوه لوی ګام د پورته کیدو اټکل کوو.»

د دې نوي پلان یو مهم عنصر له ترکیي سره د درې میلیارده یورو نغدي مرستي دې چې په دې هیواد کې د سوریایي مهاجر د ژوند په ښه کولو کې به لگول کیږي. همداراز اروپایي ټولنې د ۲۰۱۶کال له اکتوبر میاشتې څخه وروسته په شینګن حوزه کې پر ترکیي اتباعو د ویزي د محدودیتونو د له منځه وړلو ژمنه هم کړي ده. سر بیره پر دې اروپایي اتحاديه به په دې اتحاديه کې د ترکیي د غړیتوب پر سر خبرې اترې یو ځل بیا پیلوي.

د دې په مقابل کې به ترکیه پر خپلو پولو امنیتي تدابیر سختوي، هغه مهاجر چې په اروپایي اتحادیه کې نه منل کیږي هغه به بیرته مني او همداراز د انساني قاچاقبرانو شبکې به هم له منځه وړي.

په دې غونډه کې دا پریکړه هم وشوه چې د ترکیي او اروپايي اتحاديي تر منځ به له دې وروسته هر کال دوې غونډې تر سره کیږي.

بې سارې دنده

په اروپا کې اوسنې د مهاجرو کړکیچ له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې بې سارې دی. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په حواله نزدې یو میلیون مهاجرو او پناه غوښتنکو سږ کال ځان د اروپا اتحادیې ته رسولی دی. د مهاجرو له پاره ترکیه اروپا ته لویه لار ده او ډیر شمیر مهاجر غواړي له دغې لارې سویدن او آلمان ته ولاړ شي.

داوود اوغلو وویل: «زه کولی شم د دې ډاډ ورکړم چې ترکیه... به ټولې هغه ژمنې چې په گډ عملیاتي پلان کې ‌ذکر شوي دي ترسره او پوره کوي.»

د فرانسې ولسمشر فرانوس اولاند، همداراز وویل چې د مهاجرو د هویت تثبیت له پاره هم باید هڅې وشي ځکه ځینې «ترهګرو» د مهاجرو په منځ کې نفوذ کړی.

Brüssel Flaggen EU Türkei Symbolbild Belgien
انځور: picture-alliance/dpa/Landov

اروپايي اتحادیه او د ترکیې غړیتوب

د دې توافق یوه بله مهمه برخه دا ده چې اروپایي اتحاديې کې د ترکیي پر غړیتوب خبرې اترې به له سره پیل شي. دا خبرې لس کاله دمخه پیل شوې يي او په دې لسو کلونو کې پکښې ډیر کم پرمختگ شوی. د اروپایي ټولنې د ۲۸غړي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په رسمي توګه له ترکيي سره د دې خبرو د نوي فصل پېل د ۲۰۱۵کال د دسمبر میاشتې پر ۱۴نیټه تائید کړي.

داوود اوغلو وویل: «د ترکيي غړیتوب به یوازې د ترکیي او اروپایي ټولنې له پاره نه بلکې د ټولې نړۍ له پاره یوه پانگه وي.»

سربیره پر دې چې د ترکیې او اروپایي ټولنې اړیکې په وروستیو کې ډیرې ښې شوي دي خو د اروپا د اتحادیې د کمیسون مشر ژان کلاوده یونکر خبرداری ورکړی چې د اروپایي ټولنې د غړیتوب معیار کې به کوم بدلون را نه شي. په دې ترڅ کې هغه له ترکیې سره د بشري حقونو او د مطبوعاتو د آزادۍ د موضوعاتو پر سر د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب