1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: محکمې ۳۲۲ تنو پوځي افسرانو ته سزا اورلې ده

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه
https://p.dw.com/p/16CgL

د ترکیې یوې محکمې د دغه هیواد د صدراعظم رجب طیب اردغان، پر وړاندې یوه دسیسه چې کابو یوه لسیزه تر مخه جوړه شوې وه، په تور تر ۳۰۰ تنو زیاتو پوځي افسرانو ته د سزا حکم اورلی دئ. خبري آژانسونه په خپلو رپوټونو کې لیکي چې دغه محاکمه د دغه هیواد پر پیاوړي پوځ د غلبې ښکارندوی کوي. محکمې د پوځ ۳۲۲ تنو برحاله او تقاعدي افسرانو ته سزا اورلې او ۳۴ کسانو ته برئت ورکړل شوی دئ. دوه تقاعدي جنرالان او یو تن امیرالبحر چې د نوموړې توطیې له سرمشرانو څخه شمیرل کیږي د عمري بند په سزا محکوم شوي دي.