1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۶۱ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/164pW

د ترکیې د اېزمیر د ساحلي سیمې چارواکو ویلي دي چې په دغه سیمه کې د کښتۍ د ډوبیدو لامل په کښتې کې تر ټاکلي حد د زیاتو خلکو سپریدل وو. زیاته شوې ده چې په دغه پیښه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۶۱ کسانو ته رسیدلی دئ. دغو کسانو غوښتل چې په غیر قانوني توگه ځانونه اروپا ته ورسوي.

د ترکیې د رسنیو د رپوټونو په حواله په وژل شوو کسانو کې زیاته برخه د فلسطین او سوریې اتباع جوړوي او یو شمیر ډیرې ښځې او ماشومان له دې امله وژل شوي دي چې د کښتې په لاندې برخه کې بند پاتې شوي ول. دغه وړه کښتې د ساحل په سل میترې کې هغه وخت ډوبه شوه کله چې په اوبو کې له یوې تیږي سره وجنگیده.

د رپوټونو په حواله له دغه کښتې څخه ۴۶ تنه چې په کې د نوموړۍ کښتې کپتان او د هغه مرستیال هم شامل دي ځانونه د ساحل غاړي ته رسولي دي. د ترکیې د رسنیو په حواله کپتان او د هغه مرستیال نیول شوي دي.