1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د کُردی ملیشو پرضد عملیاتو ته تیاری دوام لري

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

د نورو رسنيو د رپوټونو برعکس، د سوريې په شمال کي د کردي مليشو پر ضد د ترکانو حملې لا د چهارشنبې په سهار پيل سوي نه دي، خو په دې اړه آمادگۍ دوام لري.

https://p.dw.com/p/3QxSA
Syrien Angriff auf IS Stellungen in Baghouz
انځور: Getty Images/AFP/G. Cacace

د دولتي خبري آژانس انادولو په حواله، د ترکيي د دفاع وزير هولوسي اکار په استانبول کي د يوي نظامي اکاډمۍ مخي ته د خپلي وينا په ترڅ کي ويلي دي چي په دې اړه آمادگۍ رواني دي. په خبره يې «د عملياتو په اړه به زموږ هلي ځلي دوام وکړي.»  همدرانگه کردۍ سرچينو هم د عملياتو د پيل په اړه تر اوسه کوم څه نه دي ويلي.

په سوريه کي د کردانو خودمختاري ادارې هم د چهارشنبې په ورځ خپلو ټولو ځواکونو ته د تيارسی اعلان کړی دی. د هغوی په يوه اعلاميه کي راغلي دي چي، د ترکيې او د سوريايي مليشو گواښونو ته په کتو سره، له ټولو څخه غوښتنه سوې ده چي ځانونه سرحد ته ورسوي، تر څو په دغه تاريخي ستونزمن وخت کي «خپل مقاومت» ښکاره کړي. په ټوله نړۍ کي له کردانو څخه غوښتنه سوې ده چي ددغو بريدونو په مقابل کي مظاهرې وکړي.

د کردي مليشو تر رهبرۍ لاندي د سوريې دموکراتيکو ځواکونو (SDF) له خوا ويل سوي چي په سيمه او د ترکيي د سرحد هاخوا ته د پوځي بيارغونو ټولي نخښې نښانې پر دې دلالت کوي چي زموږ سرحدي سيمه به د ترکانو او د هغوی د سوريايي متحدينو له خوا تر بريد لاندي راسي. يادو ځواکونو له نړيوالي ټولني او د نړيوال ائتلاف له ټولو هيوادونو څخه غوښتي چي خپل مکلفيت ادا او د يوه بشري ناورين مخه ونيسي.

دغه بريدونه د الفرات د رود ختيځي برخي د کردانو ځواکونو ته متوجه دي. په دغه ځاي کي له ترکيې سره په سرحد کي، کردي مليشې لويي سيمي کنترولوي. انقره په دغو مليشو کي ديوه ترهگري سازمان د موجوديت گومان کوي. دغه مليشې په عين وخت کي د خپل قوي متحد امريکا متحده ايالاتو سره په گډه په سوريه کي د داعش پرضد مبارزه کوي. خو د امريکا متحده ايالاتو بيا خپل ځواکونه له نوموړي سيمي څخه راايستلي دي.

دا چي دغه عمليات به کله شروع کيږي، تراوسه لا معلومه نه ده. د ترکيي د ولسمشر رجب طيب اردوغان د ارتباطاتو مدير، فاهريتين آلتون د واشنگټن پوست ورځپاڼي ته د يوه ليکلي پيغام په ترڅ کي ليکلي دي چي ترکيه غواړي په لنډ وخت کي د سوريي شمال ته ننوزي.

G.P/N.Z/dpa