1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې څخه د مطبوعاتو د ازادۍ ساتلوغوښتنه

آژانسونه/ محمد قاسم نوري۱۳۹۴ آبان ۹, شنبه

څه ناڅه ۵۰ نړیوالو رسنیو د ترکيې ولسمشر ته په یوه سرخلاصي لیک کې خبردارۍ ورکړې دی چي د مطبوعاتو د ازادۍ ساتنه وکړي. د یکشنبې ورځې تر پارلماني انتخاباتو مخکی هغوي پر رسنیو باندي د حملو یادونه هم کوي.

https://p.dw.com/p/1GxZs
انځور: Reuters/M. Sezer

دغه سرخلاصی لیک د تر شلو اضافه هيوادونو او څه ناڅه ۵۰ رسنیو د مسؤل مدیرانو او نورو آمرانو له خوا لاسلیک سوی دی. په هغو کي د نورو تر څنگ د «نیویارک ټایمز»او «واشنگټن پوست»ورځپاڼي، خبري آژانسونو AP،AFP ،الماني ټلویزوني چینلونه ARD او ZDF ، مختلفو الماني ورځپاڼو ، ایټالوي ورځپاڼه«لا سټامپا»، جاپاني ورځپاڼه «ماینیشي شیمبون» او نور.

د سرخلاصي لیک امضأ کونکو خپله دا اندیښنه بیان کړې ده، چي په دې وروستیو وختونو کي په ترکيه کي پر رسنیو او ژورنالسټانو باندې حملې «د هغه کمپاین یوه برخه ده ، چي تر پارلماني انتخاباتو مخکي هر نوع مخالفت او یا نیوکه له منځه یوسي.» هغوی همدارنگه لیکلي دي چي د ترکيې د حکومت دا ناکامي چي نه سي کولای له ژورنالسټانو څخه د انتخاباتي مبارزې پر وخت ساتنه او ملاتړوکړي، په نړیواله کچه د دغه هیواد عزت او اعتبار خرابوي او دیموکراسۍ ته تاوان رسوي.

د سزآ نه ورکولو کلتور

د همدغو رسنیو استازو اسلام پاله محافظه کاره ولسمشر رجب طيب اردووان ته مراجعه کړې او ور څخه یې غوښتي دی چي «موږ پر تا باندي ږغ کوو، د خپل نفوذ څخه کار واخلې او دا ډاډمنه کړې چي آیا ژورنالستان د ترکي اتباعو او یا نړیوالو رسنیو د غړو په حیث حمایه سوي او هغوی اجازه لري چي خپلو کارونو ته بې خنډونو او محدودیتونو څخه ادامه ورکړي.»

هغوي په عین حال کي په دې خبره باندي اندیښنه ښکاره کړې ده، چي ایا «د نه تعقیبولو او جزأ نه ورکولو کلتور» په ترکیه کي مراعتیږي. د رسنیو مسؤل مدیران په تیرو دوو میاشتو کي پر ترکي رسنیو باندي یوې سلسلې حملو ته اشاره کوي. د نورو تر څنگ د «حریت» ورځپاڼي پر دفترونو او ژورنالست احمد حکان باندي حمله او همدارنگه وایس نیوز« Vice News » د درو ژورنالسټانو بندي کیدل.

پردې سربیره د نړیوالو رسنیو مسؤلین په همدغه اوونۍ کي د رسنیو پر منتقد شرکت «کوزا ایپیک- Koza-Ipek باندې د پولیسو یرغل ته اشاره کوي. د هغه تر نیولو وروسته، د شرکت ورځپاڼو د حکومت په پلوۍ مضامین خپاره کړل او تر پارلماني انتخاباتو مخکي یې هغه د حکومتی تگلاري سره برابر کړه.

د حکومت مخالفه ورځپاڼه «بوگیون» د جمعې په ورځ د جمهوررييس رجب طيب اردووان په عکس سره مزین سوې وه، کوم چي یې د استقلال د ورځی په مراسمو کي ښکاره کاوه . دغه شرکت چي په واعظ فتیح الله گیولون پوري اړه لري او په امريکا متحده ايالاتو کي اوسیږي، اوس ورته د حکومت د لمړی درجې دښمن په سترگه کتل کیږي. د «بې سرحده ژورنالسټانو» د مطبوعاتو د ازادۍ په لست کي ترکیه د ۱۸۰ هيوادونو د جملې څخه په ۱۴۹ ځای کي قرار لري.

یوواربیا ټاکني

د تقریبأ پنځو میاشتو په جریان کي به دوهم وار بیا په راتلونکي یکشنبې ورځ پارلماني انتخابات تر سره سي. اردووان ځکه د نوو ټاکنو بلنه ورکړه، کله چي د جون پر اوومه نیټه تر انتخاباتو وروسته حکومتی اییتلاف رامنځته نه سو. په دغو انتخاباتو کي حکومتي ګوند AKP ۴۰،۹ فيصده رايي وړي وې او ویې نه سوای کړای چي مطلق اکثریت تر لاسه کړي.