1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکيه په روسي وسلو رانيولو سره ناټو ځوروي»

۱۳۹۶ شهریور ۲۲, چهارشنبه

داسې بريښي چې ترکيه غواړي د ناټو څخه خپلواک خپل پوځي ځواک پياوړی کړي چې پر دې کار د امريکا حکومت هم سخت ناراضي دی. خو ولسمشر رجب طيب اردوغان ښايي دغه نوي S-400 توغنديو دافع هوا سسټم ته په کور دننه اړتيا ولري.

https://p.dw.com/p/2jr5F
Russisches Raketenabwehrsystem S-400
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin

ترکيې د امريکا متحده ايالاتو او د ناټو د خپلو متحدينو خفګان پر ځان قبول کړې او د روسیې سره يې د توغنديو د دفاعي سسټم د رانيولو تړون لاسليک کړې.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د سه شنبې په ورځ ترکي رسنيو ته وويل چې حکومت یې له روسیې سره د همدغه هيواد جوړ ايس ـ ۴۰۰ توغنديو دفاعي سسټم د رانيولو موافقه کړې، هغه يو سسټم چې د جوړونکو په حواله ۸۰ هدفه په يو وخت کې په نخښه کولای شي او ۴۰۰ کيلومتره واټن پورې ګوزار کولای شي.

واشنګتن په وار وار په انقره کې حکومت ته د دې تړون په هلکه خبرداري ورکړي ول او په څو ځلي یې د دې په اړه د ديپلوماتيکو لارو خپله نارضايتي څرګنده کړې وه.

د امريکا په سنا مجلس کې د بهرنيو چارو د کميټې د ديموکرات ګوند غړي بن کاردن وويل چې دا ګام د روسیې پر وړاندې د امريکا له بندیزونو څخه سرغړونه کيدلای شي.

روسیې په خپل وار سره د دې تړون په هلکه خوشبينې څرګنده کړې. ولاډيمير کوزين چې د ولسمشر ولاډيمير پوټين مشاور دی، د «تاس» خبري آژانس سره په خبرو کې وويل:

«زه تاسې ته ډاډ درکوم چې په دې تړون پورې تړلې ټولې پريکړې د روسیې د ستراتيژيکو ګټو سره سمون لري. په دې مورد کې د ځينو د هغه لويديځو هيوادو غبرګونونه چې غواړي پر ترکيه فشار واچوي، زموږ له پاره د درک وړ نه دی.»

د ترکیې د پوځ په سر کې به روسيه قرار ولري؟

ناټو د ايس ـ ۴۰۰ دافع سسټم سره دا ستونزه لري چې دا د تخنيک له پلوه د هغو سستمونو سره سمون نه لري چې دغه ائتلاف په ترکيه کې ځای په ځای کړي دي. که په بل ډول ووايو نو داسې ښکاري چې اردوغان پريکړه کړې چې د ناټو څخه په خپلواکه توګه، خپل پوځي ځواک جوړ کړي. د اروپايي ټولنې د کميسيون د بهرنيو اړيکو د ترکیې د چارو کارپوه ګونی یلدس، وويل :

«د ترکیې د حکومت له نقطه نظره دا خبره د درک وړ ده. ځکه که چيرې هر څه د ناټو سره ګډ وي نو د ترکیې پوځي سسټم به بشپړه توګه د ناټو د قوماندانانو تر کنترول لاندې وي.»

له بله پلوه بيا د روسیې د توغنديو سسټم هم د روسیې د کنترول په معنا دی.

G20 Erdogan und Putin
پوټين او اردوغان د جي شل په سرمشریزه کېانځور: Reuters/K.Ozer

د « Carnegie Europe » په نامه د اروپا د بهرنيو تګلارو د ارزونې له مرکز څخه مارک پيريني، وايي:
«دا يوه ډيره حساسه مسئله او ډير مهم پرمختګ دی. دلته د توغنديو دفاعي سسټم خبره ده چې د ترکیې د هوايي ځواک په اختيار کې به ورکول کيږي او د ترکیې پوځ د دې سسټم د کارولو تجربه نه لري. نو پايله به یې داوي چې ډير روسي مشاورين، روزونکي او داسې نور به هم ورسره راځي. نو په دې توګه به د ترکیې د هوايي ځواک په سر کې روسان قرار ولري.»

يلدس په دې آند دی چې په دې تيرو کالونو کې د ترکیې حکومت ته دا خبره ډير مهمه ګرځيدلې چې یو داسې دفاعي سسټم ولري چې کنترول یې د دوی په لاس کې وي يعني يو ملي دفاعي سستم ولري.

ده زياته کړه: «دوی داسې احساس پيدا کړی چې خپل دفاعي سسټم ته اړتيا لري. يعني چې د ناټو نه خپلواک وي او د خپل پوځ د يوې برخې د بريد پر وخت ترې کار واخيستلای شي.»

ده وويل : «ترکيه تير کال د يوې کودتا شاهده وه او هغه وخت وليدل شول چې ترکي جنګي جټ الوتکو پر خپلو تاسيساتو بمونه ګوزارول.»

د وسلو سر په سر تړونه

د اروپايي ټولنې د کميسيون د بهرنيو اړيکو د ترکیې د چارو کارپوه ګونی یلدس، وويل وايي چې امريکا متحده ايالاتو په منځني ختيځ کې خلا پريښي ده او ترکېې هڅه وکړه دغه خلا په سوريه کې او په نورو ځايونو کې د روسيې او ايران سره د مستقيم تماس په هڅې سره ډکه کړي خو دغه هيواد په دې کار په بشپړه توګه ناکام پاتی دی.»

په سيمه کې د ځان د مطرح کولو د دغه هڅې ستره ناکامي هغه وخت وليدله شوه کله چې په ۲۰۱۵ م کال کې ترکیې د روسیې يوه جنګي الوتکه رانسکوره کړه. دا هغه څه دي چې سړی یې اوسني وضعيت ته په کتو حيران کيږي.

خو د هغه راهیسې انقرې خپلې تګلارې ته تغير ورکړی او د لويديځ څخه یې مخ اړولی او اوس د سيمه ایز متحد په لټه کې ده. سربيره پر دې ترکيه د امريکا متحده ايالاتو له خوا د کردانو ولس ساتونکو مليشو په روزنه او دوی د وسلو په ورکړه هم نه ده خوښه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.09.2017):