1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکان ښایي ژر د ویزې آزادي تر لاسه نه کړي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۴, سه‌شنبه

د آلمان د صدراعظمي انگلا ميرکل په نظر کيدای شي د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ پلان شوې د ويزې آزادې پر خپل وخت تطبیق نه شي. مېرکل په استانبول کې ویلي دي چې لا هم نورو خبرو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/1ItNr
ميرکل او اردوغان
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ترکانو له پاره د شینگن حوزې هیوادونو ته بې ویزې سفر په هکله هلې ځلې یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ شوي دي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ملگرو ملتونو د سرمشریزي په څنډه کې تر ملاقات وروسته ویلي دي چې اردوغان د تروریزم ضد ترکي قانون کې د اصلاحاتو غوښتنې ته په «نه» باندې ټینگار کړی دی.

د مېرکل په خبره اردوغان ویلي دي چې په قانون کې د دغه ډول بدلون په هکله بحثونه په نظر کې نه لري. زیاته شوې ده، که چیرې په راتلونکو اوونیو کې دغه اصلاحات رامنځ ته نه شي نو د آزادي ویزې له پاره ټول اړین شرایط نه پوره کیږي. مېرکل پر دې ټینگار کړی دی چې «زه په دې باور یم چې باید نوري خبري اتري هم تر سره شي.»

اردوغان د تروریزم پر ضد قوانینو کې د بدلون راوستلو غوښتنه په تیرو اوونیو کې څو وارې رد کړې ده. د اروپایي اتحادیې له نظره دغه قوانین د حکومت د سوله ایزو مخالفینو د تعقیبیدو له پاره کارول کیږي.

خو مېرکل بیا برعکس پر دې خبره ټینگار کوي چې د آزادې ویزې له پاره ۷۲ شرایط، چې پکښې د ترهگرۍ ضد قانون اصلاحات هم شامل دي کوم نوي شرایط نه دي، او په وینا یې هغه څه دي چې د دواړو اړخونو له لوري په تړون کې مشخص شوي ول.

د مصوونیت د اخیستو په هکله اندېښنه

د مېرکل د خپلو څرگندونو له مخې د هغې او اردوغان تر منځ په ترکیه کې د وروستیو داخلي سیاسي تحولاتو د موضوع په هکله هم د نظر اختلاف شته. میرکل د ترکیې پارلمان له ډېرو استازو مصوونیت اخیستو ته په ژورې اندیښنې سره گوري. هغې ویلي دي چې دغه خبره یې اردوغان ته هم څرگنده کړې ده. مېرکل ویلي دي: «په دې برخه کې پوښتني ناجوابه دي، موږ باید راتلونکي تحولات په ډیر دقت سره وڅارو.»

مېرکل په عین وخت کې د ترکیې او اروپایي اتحادیې تر منځ تړون د احتمالي ناکامیدو برعکس خبره کړې ده. هغې ویلي دي چې «دا احساس لري چې دغه تړون د دواړو اړخونو په گټه دي.»

د مسیحي سوسیال گوند له خوا تر سختو انتقادونو وروسته مېرکل یووار بیا له دغه تړون څخه دفاع کړې ده. د هغې په خبره دغه تړون ترکیه مکلفوي چې یونان ته راغلي مهاجر بیرته ومني او په بدل کې یې اروپایي اتحادیه په مستقیمه توگه له ترکیې څخه سوریایي مهاجر مني او د مهاجرو د پالنې له پاره دغه هیواد ته شپږ میلیارده یورو مرسته ورکوي. پر دې سربیره ترکیه به د ویزې آزادي تر لاسه کړي، که چیرې د اروپایي اتحادیې له لوري وړاندي شوي ټول شرایط پوره کړي.

ترکیې بیا له خپل لوري یووار بیا د اروپایي اتحادیې پر چلن باندي نیوکه کړې ده. د اردوغان اقتصادي سلاکار یگیت بلوت، د ټي آر ټي په نوم دولتي تلویزون ته ویلي دي چې هیواد یې «ډیره سخته پریکړه» کولای شي. هغه ويلي دي چي که چيري د ترکيې له اتباعو سره کړي ژمني عملي نه شي، کيدای شي له اروپایي اتحادیې سره گمرکي تړون لغو شي.