1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ څوک د خپل دفاع وزیر په توګه ونوموه؟

۱۳۹۵ آذر ۱۲, جمعه

دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې هغه به متقاعد جنرال جمز متییز، د خپل دفاع وزیر په توګه ونوموي. متییر تر دې مخکې د افغانستان له پاره د ولسمشر اوباما پر سیاستونو باندې نیوکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/2TcAo
USA Donald Trump bestimmt James Mattis zum US-Verteidigungsminister
انځور: Reuters/M. Segar

د امریکا متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، په اوهایو کې خپلو پلویانو په خبرو کې متییز یو "یو له ډیر عالي جنرالانو" څخه وبله. ترمپ دغه موضوع خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال اعلان کړه او ویې ویل: «موږ به 'مد ډاګ' یا متییز د خپل دفاع وزیر په توګه وټاکو.»

ترمپ په ټوکو زیاته کړه: «موږ دغه موضوع تر دوشنبې ورځې پورې نه اعلانونو نو له همدې کبله یې چا ته مه وایي.»

متییز تل د داسې یوه جنرال په توګه پیژندل شوی دی چې د خپل زړه خبرې کوي او له همدې کبله هم هغه ته د "مد ډاګ" لقب ورکړل شوی دی. ترمپ وویل: «هغه زموږ تر ټولو غوره جنرال دی. خلک وایي چې دی جنرال جورج پاتون ته ډیر ورته دی. اوس د دې وخت دی چې متییز وګومارل شي.»

جنرال متییز په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له سمندري ځواکونو تقاعد وکړ.

تر دې مخکې د ترمپ انتقال ډلې ویلي وو چې د دوشنبې تر ورځې پورې به د نوې کابینې نور غړي اعلان نه شي خو پخپله دونالد ترمپ بیا وویل چې د متییز د انتخابیدو له اعلانولو سره یې یو "راز افشا" کړی دی.

متییز د فارس خلیج، افغانستان او عراق په جګړو کې ګډون کړی او د امریکایي ځواکونو مشري یې کړې ده. هغه په ناټو کې هم مهممې دندې سر ته رسولې دي. ولسمشر اوباما په ۲۰۱۰ کال کې متییز د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د مشر په توګه وټاکه چې په افغانستان او منځیني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو مشري کوي.

متییز له ایران سره د امریکا متحده ایالاتو د اتومي تړون یو له قوي منتقدینو څخه دی. هغه همداراژ په عراق او افغنستان کې د ولسمشر بارک اوباما پر سیاستونو باندې سختې نیوکې کړې دي.