1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: پر شمالي کوريا باندي فشار بايد حداکثر ته ورسيږي

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د شمالي کوريا تر تازه اټومي ازمويني وروسته امريکا غواړي د پيونگ يانگ پر وړاندي «سخت اقدامات» غوره کړي. ترمپ د آلمان له صدراعظمي او جنوبي کوريا له جمهوررئيس سره په تليفوني خبرو کي د حد اکثر فشار غوښتونکو سو.

https://p.dw.com/p/2jM4g
USA Präsident Donald Trump Telefonat mit Australiens Premierminister Malcolm Turnbull
انځور: picture-alliance/dpa/Pete Marovich/CNP/AdMedia

له هغه وروسته چي شمالي کوريا اعلان وکړ چي يو هيدروژني بم ئې ازمويلی دئ، د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ اعلان وکړ چي خپل متحد هيواد جنوبي کوريا ته به پوځي تسليحات او تجهيزات ورکړي.

د سپيني ماڼۍ د راپور له مخي، ترمپ د جنوبي کوريا له جمهوررئيس مون جه اين، سره په تليفوني خبرو کي ويلي دي، دی تيار دی چي پر جنوبي کوريا باندي د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلو د پلورلو او صادرولو اجازه ورکړي. دواړه اړخونه په دې نظر ول چي د شمالي کوريا وروستۍ اټومي ازموينه يو پارونکی اقدام او ټولي نړۍ ته «ستر گواښ» دئ.

د امريکا او جنوبي کوريا جمهوررئيسانو دغه راز په يوه خوله ويلي دي چي پر شمالي کوريا باندي د حداکثر فشار ممکنولو له پاره بايد له ټولو وسيلو څخه کار واخيستل سي.

«د امريکا صبر بې سرحده نه دی»

د شمالي کوريا تر اټومي ازمويني يوه ورځ وروسته (د دوشنبې په ورځ) د ملگرو ملتونو امنيت شورا يوه بېړنۍ غونډه راوبلله. په دې غونډه کي د امريکا متحدو ايالاتو استازي مېرمن نيکی هيلي وويل: «امریکا هيڅ وخت داسي څه لکه جنگ نه غواړي، موږ اوس د هغه غوښتونکي نه يوو، خو زموږ د هيواد صبر بې سرحده نه دئ.»

هغه دغه راز پر پيونگ يانگ باندي د بنديزونو سختولو غوښتونکې سوه. د امریکا ستازې به په دې اړه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۵) د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته طرح وړاندي کړي، چي په اړه به ئې بيا د راتلونکي دوشنبې په ورځ پريکړه وسي.

د امریکا په وړانديز سوې طرح کي تر ټولو زيات د شمالي کوريا د سونگ موادو په برخه کي پر بنديزونو سختېدو د فشار خبره سوې ده. نيکی هيلي، ويلي دي چي د امريکا وړانديزي سوې طرح د بنديزونو «د تر ټولو لوړ حد ممکنول» دي.

سوله ايزه لار اوس هم ممکنه ده؟

د آلمان صدراعظمه مېرمن انگلا ميرکل د امريکا له جمهوررئيس دونالد ترمپ سره په تليفوني خبرو کي پر شمالي کوريا باندي د بنديزونو سختولو غوښتونکې سوه. خو هغې پر «يوې سوله ايزي لاري ټينگار وکړ.»

دواړه اړخونه په دې اړه هم نظره ول چي د هيدروژني بم ازموینه د پيونگ يانگ له خوا يو «نوی کړکېچ او نه منونکی کار دئ». ترمپ او ميرکل دغه راز ټينگار وکړ چي نړيواله ټوله بايد پر شمالي کوريا باندي فشار زيات کړي.

د آلمان د صدراعظمي وياند شتيفان زايبرت وويل چي هيواد به ئې په اروپايي ټولنه کي پر شمالي کوريا باندي د بنديزونو د زياتيدو اقدام وکړي. د زايبرت په خبره د دغه اقدام موخه «د نړيوالو قوانينو د نقضولو په برخه کي د شمالي کوريا مخنيوی او دغه کړکېچ ته د يوې سوله ايزي حل لاري موندل.» دي.

نور کتلای سئ