1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له طالبانو او حکومت سره د ښو مذاکراتو خبره وکړه

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د يکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د تړون په اړه د مذاکراتو د پرمختگ ستاینه وکړه او ویې ویل چې له دواړو لورو، طالبانو او افغان حکومت سره خبرې ښې پر مخ روانې دي.

https://p.dw.com/p/3O6Y0
USA, New Jersey, Morristown: Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm

خو په داسې حال کې ولسمشر ترمپ وايي چې امريکا متحده ایالات هر څه «په کنترول» کې لري، د کابل خونړۍ بريد ښيي چې افغانستان اوس هم د روز زياتي له لاسه کړيږي او تر ټولو لويه ننگونه داده چې دغه روز زياتی به روان وي آن که دواړه اړخونه يوه توافق ته وهم رسيږي.

ترمپ خبريالانو ته وويل: «له طالبانو سره مو ښې خبرې درلودې. له افغان حکومت سره مو هم مذاکرات ډېر ښه دي.»

له طالبانو سره د يوه تړون د رامنځته کيدو په اړه هیلې مخ پر زياتېدو دي چې په ترڅ کې به یې امريکا له کابو دوه لسيزې جگړې وروسته له افغانستان څخه د عسکرو راويستل پېل وکړي.

ترمپ د خپلو خبرو پر وخت وويل: «موږ د [خپلو عسکرو شمير] احتمالاً ۱۳۰۰۰ ته راټيټ کړی دی او دا شمير به نور هم کم کړو او بيا به پريکړه وکړو چې آيا د اوږدې مودې له پاره پاتیږو او که نه؟»

هغه زياته کړه: «دا به په طالبانو او افغان حکومت پورې اړه ولري.»

د امريکا او طالبان ترمنځ تړون ښايي د افغانستان جگړه پای ته ونه رسوي ځکه چې طالبان او د افغانستان د حکومت تر منځ هم بايد توافق وشي.

ترمپ د يکشنبې په ورځ ټينگار وکړ چې په افغانستان کې به د امريکا استخباراتي حضور د عسکرو تر وتلو وروسته هم دوام پيدا ولري څو دغلته د موجود بلالقوه وسله وال گواښ څارنه وکړای شي.

هغه زياته کړه: «زما په آند دا مهمه ده چې موږ په هر حال کې هلته خپل استخبارات ولرو ځکه دغه ځای پر موږ د بريد له پاره د یوې ځالې په څېر دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په کابل کې د واده په يوه سالون کې بريد لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل چې د افغان ځواکونو نيمگړتياوې او هغه ننگونې چې دوی ورسره مخامخ دي، په ډاگه کوي. د دغه بريد پړه داعش ډلې منلې ده او ويلي یې دي چې يوه ځانمرگي بريد گر یې په کابل کې «د خلکو په يوه لويه غونډه» کې ځان الوزولی دی.

په داسې حال کې چې پولیس او پوځ ادعا کوي چې دوی د ډېرو بريدونو مخه نيسي، وسله وال په منظم ډول په وحشتناکو بريدونو لاس پورې کړي. له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختگ د ترمپ د ادعا سره سره هم د افغانانو له پاره وضيعت کې هیڅ توپير نه دی راغلی. د ملگرو ملتونو په حواله تېر کال د افغانانو له پاره تر ټولو خونړۍ وو چې جگړې د ۳۸۰۴ ملکيانو ژوند واخیست. په دې کې ۹۲۷ ماشومان هم شامل ول.

(bs/sm (AFP