1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ۲۰۲۰م کال ټاکنو له پاره کمپاين پېل کړ

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په فلوريدا ايالت کې د خپلو کابو ۲۰ زرو پلويانو مخې ته راڅرگند شو. هغه خپله وينا پر رسنيو د لفظي بريد سره پېل کړه او په خپله دوره کې یې د اقتصاد له غوړېدو څخه خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/3Kh65
Trump startet offiziell US-Wahlkampf für 2020
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

دونالد ترمپ خپله دا وينا په داسې حال کې کوله چې هلته يو شمير ژورنالستان هم موجود وو. پر رسنيو سربيره نوموړي پر خپلو سياسي مخالفينو يعني ديموکراتانو چې غواړي نوموړی د ۲۰۲۰م  په ولسمشریزو ټاکنو کې له سپېنې ماڼۍ وشړي، هم لفظي بريدونه وکړل. ترمپ وويل چې ديموکراتان د نفرت چلن کوي او غواړي «زموږ هېواد چې موږ یې څرنگه پيژنو، ويجاړ کړي. »

ټول حسود دي

ولسمشر خپل اقتصادي سياست ډېر بريالي وباله او وېې ويل چې اقتصاد ډېر غوړېدلی دی. هغه وويل: «ټوله نړۍ زموږ له اقتصاد څخه حسوده ده. دا ښايي زموږ د هېواد په تاريخ کې تر ټولو ښه اقتصاد وي.»

ترمپ په فلوريدا کې تر دې سترې غونډې د مخه د تويتر له لارې ويلي ول چې د جمهوري غوښتونکو خوشبينې خپل «اوج» ته رسېږي.  په يوه بل تويت کې هغه يو وار بیا خپل پخوانی انتخاباتي شعار «امريکا به يو ځل بيا عظېمه کړو.» تکرار کړ خو نوموړی د «امريکا عظيمه وساتئ» له شعار سره کمپاین کوي.

Trump startet offiziell US-Wahlkampf für 2020
په فلوريدا کې د ترمپ پلويانانځور: Reuters/C. Barria

په رښتيا هم د نوموړي ډېر پلويان د هغه د ټاکنیز کمپاين له پېل څخه ډېر خوښ دي. په غونډه کې موجود يوه تن وويل: «موږ له ترمپ څخه ملاتړ کوو ځکه هغه خپلې ټولې ژمنې پوره کړي دي.»

د غونډې نورو ډېرو گډونوالو هم ټينگار وکړ چې ترمپ د اقتصاد له پاره ډېر څه کړي. د نوموړي يوې پلوۍ د بې کارانو ټيټ شمير ته په اشارې سره وويل: «ترمپ له هغو ټولو ولسمشرانو څخه ښه دی چې موږ تر اوسه لرلي دي.»

د جمهوري غوښتونکو په منځ کې له ترمپ سره د مقابلې کانديد؟

له ترمپ سره د مقابلې له پاره تر ۲۰ زياتو ديموکراتانو په گوند کې دننه د نومانديدو له پاره سيالۍ کې گډون کوي. خو په جمهوري غوښتونکو کې تر اوسه پر ترمپ سربيره يوازې يوه بل کانديد د ۲۰۲۰ م کال د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې د گوند د استازيتوب پريکړه کړې ده. دا د ماسيچوست ايالت پخوانی گورنر بل ويلد، دی. خو ويل کيږي چې هغه د پام وړ چانس نه لري چې ترمپ ته د جمهوري غوښتونکو د گوند د کانديد په توګه د لارې خنډ وگرځي.

دا چې ترمپ د انتخاباتي مبارزې پېل له فلوريدا کوي، کوم تصادف نه دی. د جنوب دغه ایالت په ټاکنو کې د بريا کلي بلل کيږی: د ۲۹ استازو په لرلو سره د نيويارک سره په شريکه تر تکساس او کاليفورنيا وروسته دريم مهم ايالت دی او همدا راز له هغو ایالتونو څخه يو دی چې سړی له لومړي سره نه پوهيږي چې ديموکراتان او که جمهوري غوښتونکي به پکښې بريالي کيږي.

bs/ms (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: