1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ خپل د عدليې وزيره گوښه کړه

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

دونالد ترمپ، امريکا ته د مهاجرو او ځينو اسلامي هيوادونو د وګړو پر سفر د بندیز پر خپله پريکړه ټينګ ولاړ دی او له سرغړونکو سره کلک چلند کوي. د عدليې د سرپرستي وزیرې تر ګوښه کولو وروسته هغه يو بل لوی چارواکی هم ګوښه کړی.

https://p.dw.com/p/2WhJh
Washington Sally Q. Yates Vize-Justizministerin
انځور: Getty Images/P. Marovich

ګوښه کړل شوي سرپرسته وزیره سيلي يتز، او د مهاجرينو او ګمرکي ادارې سرپرست دانيل راګدال، د پخواني ولسمشر بارک اوباما، د حکومت غړي ول.

د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي: «د عدلیې وزیري سيلي يتز، د قانوني امر له تطبيقولو څخه په ډډه کولو سره له وزارت سره خيانت کړی دی.»

يتز د ولسمشر ترمپ له خوا د يوه فرمان له مخې پر مهاجرو او امريکا ته د اوو اسلامي هيوادونو د وګړو پر سفر بندیز تر پوښتني لاندي نيولی وو. دې د خپل وزارت وکيلانو ته لارښونه کړې وه چې د ولسمشر له امر دفاع ونه کړي.

یتز د ولسمشر اوباما، له خوا د مرستيالي څارنوالي په توګه ګومارل شوې وه. نوي حکومت له نوموړي څخه غوښتنه کړې وه چې د عدلیې د نوي وزیر په توګه د جيف سيشن، تر ټاکل کيدو پورې دې خپل کار ته دوام ورکړي.

اوس دينا بوينت، د امريکا نوی سرپرست لوی څارنوال د عدلیې وزیر په توګه نومول شوی دی. د ورجينيا ايالت نوموړي څارنوال د ترمپ د لانجمن فرمان ملاتړ کړی او د څوکۍ تر سنبالولو سملاسي وروسته یې د يتز لارښونه لغو کړې ده. ده د عدلیې وزارت کارکونکو ته امر کړې چې «خپل مکلفيت» دې پر ځای کړي او د ولسمشر د «قانوني لارښونو» دفاع دي وکړي.

ترمپ د جمعې په ورځ د يوه فرمان په لاسليک کولو سره د عراق، ايران، يمن، ليبيا، سوماليا، سوډان او سوریې وګړو ته د۹۰ ورځو له پاره د ویزې پر ورکړه بندیز ولګاو.

د اروپايي ټولنې هغه وګړي هم اغیزمن دي چې له دې هيوادونو څخه د يوه تابعيت ولري، یعني دوه ګونی تابعيت ولري. همدا راز ترمپ امريکا ته د ټولو مهاجرو پر ورتګ هم د ۱۲۰ ورځو او د سوریې د مهاجرو پر ورتګ حتې تر نا معلومې مودې بندیز لګولی دی.

نور مطالب: