1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

تبصره: پاکستانیان ولې له خپل افغان ورونو دومره نفرت کوي؟

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

د کریکټ نړيوال جام سیالیو کې د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ لوبي پرمهال د مینه والو یوې حلقې د افغان لوبډلې د لوبې د ګټلو اراده ولي «نمک حرامي» وبلله؟ په دې اړه د دويچه ويله د اردو څانگي همکار عاطف بلوچ تبصره

https://p.dw.com/p/3LPQt
Deutsche Welle Asien Urdu Atif Baloch
انځور: DW/P. Henriksen

د هیډنګلي په میدان کې د لوبې د مینه والو غبرګون دومره پرتشدده او جنوني وو، چې تر دې دمخه د انګلستان په کومه لوبغالې کې نه وو لیدل شوی.

د دغې لوبې ترمخه او وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پاکستاني مینه وال د افغانانو له پاره د کرکې ډکې جذبې څرګندوي. له بل اړخه د افغان کریکټ مینه والو له خوا هم دغه ډول غبرګون ښوول شوی دی.

پاکستانیانو ته د خپلو افغان ورونو پر وړاندې دومره کرکه چا او ولې ور زده کړه؟

په پاکستان کې له خاکروبه نیولې تر لومړي وزیره ټول دا وایي چې دا د جنرال ضیاالحق آمرانه پالیسۍ وې، چې پاکستان یې نن بیه پرې کوي.

د افغانستان په هکله د ضیا الحق پر پالیسۍ هم انتقاد کیږي او ویل کیږي چې د دې پالیسۍ په پایله کې په افغانستان کي د امن راتلل ستونزمن دي او په پاکستان کې هم افراطیت وده کړې.

د ښه ډول حکومتولۍ نشتوالی، په افراطیت کې زیاتوالی، په سیاست کې د پوځ نقش، د رسنیو او بیان پر آزادۍ بندیزونه، د ښځو د حقوقو محدودول او دې ته ورته د نورو سیاسي او ټولنیزو ستونزو یو لوی فهرست دی، چې کله پرې خبرې هم کیږي نو مسوول یې ضیاالحق بلل کیږي.

خو د ضیا د واکمنۍ د ختمیدو ډیره موده کیږي او په وضعیت کې کوم بدلون نه تر سترګو کیږي. اغلبا د دې یوه وجه دا هم کیدی شي چې ښایي موږ افغانستان د یوه خپلواکه هیواد په توګه نه دی تصور کړی.

له هند سره د افغانستان د اړیکو د ښه کیدو په اړه هم په پاکستان کې د ځینو حلقو ترمنځ سخته غوسه لیدل کیږي. همدا وجه ده دا چې اغلبا د کریکټ د یوې لوبې پر سر په پاکستانیان افغان ولس «احسان فراموشه» او «نمک حرامه» بللي.

په داسې حال کې چې د یوه هیواد د بهرنۍ او دننۍ پالیسې له کبله د یوه بل هیواد او دلته به مناسبه وي چې وویل شي چې د یوه بل هیواد عوام باید داسې غوسه نه شي.

د کریکټ د یوه مینه وال په توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوبې په ترڅ کې چې په لوبغالې کې څه وشول او تر هغې وروسته چې په ټولنیزو رسنیو کې کوم ناسم بحثونه وشول زه پر زیات وکړیدلم.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د دې او نورو ناخوالو حل په دې کې دی چې د پاکستان غښتلې حلقې په تیر وخت کې شوې غلطۍ ومني او د هغې د سمولو هڅه وکړي.

تیر پر تير هير پر هیر. اوس مخ پر وړاندې تګ په کار دی او پرته له دې چې پر چا باندې د ستونزو پړه واچول شي، د خپلې ګډې بهترۍ له پاره باید خپله کوښښ وکړو. کله نا کله خو زه داسې حس کوم چې په پاکستان کې موږ جنرال ضیاالحق د خپلې «قربانۍ ګډوری» ګرځولی دی؟

عاطف بلوچ، د دویچه ویله د اردو څانګې خبریال

یادونه: په دويچه ويله کي خپرېدونکي بلاگونه د ليکونکي يا ليکونکې خپل شخصي نظر وي او حتمي نه ده چي دويچه ويله ده ورسره موافق وي.