1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مسلمانانو حاشیې ته کول افراطي اسلام پالنې ته وده ورکوي»

Weltzeit | Waslat Hasrat Nazimi
وصلت حسرت نظیمي
۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

د اتريش صدراعظم غواړي چې «سياسي اسلام» جرم وګرځوي. په دې سره دی پر هغو مسلمانانو هم شک څرګندوي چې نه تاوتريخوالي ته لېواله او نه افراطي دي. د وصلت حسرت نظيمي په اند دا د افراطي اسلام پر ضد په مبارزه کې هيڅ مرسته نه کوي.

https://p.dw.com/p/3lGED
Kopftuch Symbolbild
انځور: Imago/J. Jeske

«اسلام بايد روښانتيا تجربه کړي!» په ټينګار سره زما د سپورت ښوونکي راسره خبرې کولې او د اشارې ګوته يې راته نيولې وه. د سپورت په تالار کې شور ما شور او زوږ وو. په داسې حال کې چې زما د صنف نورو زده کوونکو خپل تمرينات کول،‌ هغه زه بې له کوم دليله له دغې ډلې بېله کړې وم څو په اروپا کې د اسلام په هکله خپل تقرير راته وکړي. اصلاً ده خپله بيا د الهياتو په هکله د ژورو بحثونو له کبله چندان شهرت نه درلود.‌خو دا چې هغه يو عقيدوي مسيحي وو، دغه خبره يې پټه نه ساتله. هغه خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړه چې «يوازې د روښانتيا د لارې، زموږ د مسيحيانو په څېر، مسلمانان هم په آلمان کې سم ادغام موندلی شي.» ما هڅه کوله ورته تشريح کړم چې دغه پرتلنه داسې په آسانۍ نه شي کېدای، خو هغه هيڅ‌ موقعه نه راکوله څو خپله خبره ورته وکړم. ځکه مې نو ورته په چوپه خوله هسې سر ښوراوه.

د پخوا د هغې ۱۵ کلنې نجلۍ سره زه نن سبا ډېر مشترکات نور نه لرم. خو په اسلام کې ګويا د روښانتيا د کمبود په هکله بحث زما د ځوانۍ او پيغلتوب راهيسې تغيير نه دی کړی. که د ټيکري يا پوړني، موازي ټولنو د رامنځ ته کولو، د لامبو د درس، د جوماتونو د منارونو يا د ختنې او سنت کولو موضوعات وي - په تکراري او دوامداره توګه تل په دغسې عینې موضوع ګانو باندې بحثونه صورت نيسي. په اصل کې همېشه پر دغو عینې موضوعاتو څرخو او راڅرخو، ځکه چې سیاسي حلقو د «اسلام د موضوع» حل تر نن ورځې پورې نه دی موندلی. کله چې کومه ظالمانه، افراطي اسلام پاله تروريستي کړنه تر سره شي، نو د دغه بحث پر اړتيا يو ځل بيا سملاسي ټينګار کيږي. خو‌ په بحث کې بيا بېرته په تېره مسلمانانو ته ګوته نيول کيږي. دا حالت لږ وخت دوام مومي، بيا موضوع بېرته يو څه هواريږي، څو دغه لوبه يو وخت بېرته پيل او له سره شروع شي.

د نصيحتونو پر ځای غوږ نيول

خو د اسلاميزم د خطرونو او د اسلام په هکله په دغسې بحثونو کې مسلمانانو ته خپله تقريبا هيڅکله هم د څه ويلو فرصت نه ورکول کيږي. سړی د هغوی په اړه خبرې کوي، خو په ندرت بيا له هغوی سره خبرې کیږي. زما د سپورت د معلم په څېر، چې زما له نظر سره يې هيڅ علاقه نه درلوده او د خپل هغه بيان سره يې په غير مستقيم ډول په ما باندې تور پورې کړ چې زه د آلمان ټولنې ته ورګډه شوې يعنې پکې مدغم شوې نه يم. په داسې ورته توګه د آلمان اکثريت وګړي تر ننه پورې مسلمانانو ته نصحيتونه کوي چې د يو ليبرال اسلام پيروي دې وکړي چې د «آلماني ارزښتونو» سره برابر وي. په دې سره په عمومي توګه هم ادعا کيږي چې دا يوازې هغه مهال امکان لري کله چې اسلامي عقيده په ښکاره توګه عملي او اجرا نه شي.

Waslat Hasrat-Nazimi
وصلت حسرت نظیمي، د دویچه ویله افغانستان د څانګې مشرهانځور: Fahim Farooq

دا چې په آلمان کې د مسلمانې ټولنې اکثريت غړي ليبرال دي او هر ډول تاوتريخوالی ردوي، ښايي يوازې د دويمې درجې يا فرعي اهميت ولري. اسلام پوهان او ډېر شمېر اسلامي اتحاديې او سازمانونه له کلونو راهيسې هڅه کوي چې د اسلام پالنې په هکله يو رغونکی بحث مخ ته بوځي. خو د دې پر ځای چې ورته غوږ ونيول شي، سياسي حلقات بيا په شعارونو او سطحي څرګندونو کې خپله لاره ورک کوي يا دا چې ښي اړخو ګوندونو ته سترګک وهي.‌له دې کبله د تعجب وړ نه ده چې داسې اصطلاحات لکه «سياسي اسلام»، «بنسټ پالنه» او «جهاديزم» د مترادفو کليمو په توګه کاريږي سره له دې چې داسې نه ده.

افراطي اسلام پالو ته بايد ميدان پرې نه ښودل شي

د نړۍ په کچه په اصل کې مسلمانان دي چې تر ټولو زيات د تندلارو اسلام پالو بريدونو قربانيان ګرځي. د افراطي اسلام پر ضد مبارزه له دې کبله د مسلمانانو او غير مسلمانانو يوه ګډه مبارزه ده. ځکه نو تعیینونکي خبره ده چې دواړه لوري سره وغږيږي او يو د بل په لور ګامونه واخلي.

کله چې د ليبرالو مسلمانانو ستر اکثريت البته د مايوسۍ له کبله خپل غږ نور نه پورته کوي - نو چا ته ميدان ورپرېږدو؟ ځکه چې همدغه درز دی چې د ټولنې په زړه او منځ کې راکښل کيږي، چې اسلام پاله افراطيان ورڅخه ځواک مومي، کوم چې ځوانان د هغوی غېږې او لاسونو ته ورټېله کوي. دا ښايي يوه آسانه تشريح وي، خو په حقيقت کې د بېلابېلو عواملو يوه مجموعه ده چې افراطي اسلام پالنه ولې په اروپا کې تر اوسه لا ډېر جذابيت لري او په تېره ځوان سړي افراطي او تندلاري کيږي. خو يوازې دغه حقيقت چې کوم څوک دې پوړنی يا ږيره ولري، د لامبو په درسونو کې ونه غواړي اشتراک وکړي‌ يا سنت/ختنه شوی وي، په واضح ډول داسې کوم دليل نه شي‌ کېدای.

عمومي شک د ردونې/رټنې معنی ورکوي

کله چې د ټولنې اکثريت پر مسلمانانو شک لري چې يوازې د خپلې عقيدې په اجرا کولو سره بايد دوی افراطي هم وي، ‌نو ورته د رد او رټنې په سترګه کتل کيږي او په ورته وخت کې د هغوی پر هغه حق هم شک څرګنديږي چې هغوی خپل دين د اروپا په زړه کې په آزاده توګه عملي او اجرا کاندي. آيا دا زموږ له اساسي‌ ارزښتونو سره برابرښت لري چې پر مسلمانانو باندې داسې تورونه لګول کيږي؟ او څنګه په منطقي‌ ډول تشريح کېدای شي چې د اروپايي هېوادونو‌ حکومتونه له د افراطي اسلام پالو پرضد د مبارزې اعلان کوي، خو په ورته مهال اسلام‌ پالو رژيمونو ته وسلې لېږي او له هغوی سره سوداګري کوي؟ په دې برخه کې د اروپايي روښانتيا او معقوليت اساسات چېرته دي؟

که غواړو چې له تندلارې اسلام پالنې سره مبارزه وکړو، نو بايد له مسلمانانو سره په برابره کچه برخورد وکړو،‌ د دې پر ځای چې د اشارې په ګوتې سره يې د مخ په وړاندې حرکات تر سره کړو ـ چې دا په کنايه آميزه توګه د توحيد يو اسلامي سمبول هم دی. له بلې خوا دا خبره هم صدق کوي: څوک چې تل بل ته يوه ګوته نيسي، په ښکاره توګه ځان ته درې ګوتې متوجه کوي.

وصلت حسرت نظيمي/ن ص/س ر