1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: افغانستان؛ د دايمي کشمکشونو کور

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

په افغانستان کې ډیرو بهرنیو اشغالګرو خپل بخت آزمویلی، خو تر ماتې وروسته بیا وتلو ته اړ سوي. فلورین وایګنډ، د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په تبصره کي پر دې غږیدلی چي پر دې سربیره هم ولې په دې هیواد کي ریفورمونه ناکامه شوي.

https://p.dw.com/p/3O7Xs
Afghanistan Kabul Loja Dschirga
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان تاریخ تر دې څوک په لنډه توګه نه سي بيانولای، لکه په ۲۰۰۶ کال چي يو سپينږري افغان ما ته په کابل کې بيان کړ: »سکندر راغلی او ولاړ، بريتانويان او شورويان هم راغلل او ولاړل. نو امريکايان به ولي يو ورځ نه ځي؟«

فلوريان وايګانډ د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشر
فلوريان وايګانډ د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشر

ديارلس کاله وروسته د هغه سپينږري افغان خبري رښتيا سوې. له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو په تړاو د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ تړون ښايي ژر لاسليک سي. په دې توګه نو په افغانستان کي یو ځل بيا تاريخ تکراريږي چي په ترڅ کي يې يو څوک راځي او بيا بېرته ځي.

د افغانانو د نه ماتیدو حماسه

دا حماسه پخوا زېږېدلې چي افغانان پرې ویاړي: اشغالګر راځي او ځي، خو په دغه هيواد کي يې موده لنډه او محدوده وي.

کله له يو اړخه د نامتېدونکو افغانانو حماسه زياتو افغانانو ته ویاړ بخښي نو له بل اړخه هغوی ته د ناخوښۍ احساس هم ورکوي. هغوی د يو داسي آزاد افغانستان آرمان لري چي بالاخره د پرديو قوتونو د لوبو د توپ په شان نه وي. له بل اړخه دغه په وچه کي راګير او غرنی هيواد څنګه په يوازي سر وغوړيږي؟ دغه هيواد که له معدني ځیرمو څخه ډک هم دی خو د دغو شتمنیو د را ايستلو له پاره اړينې تخنيکي آسانتياوي او بنسټونه نه دي موجودي.

عصري کوونکی

د دغه هيواد د عصري کولو، پر خپلو پښو درولو او پرمختګ يې په خپل لاس کي اخيستلو له پاره لومړۍ هڅه پوره سل کاله ترمخه تر سره سوه. کله چي بريتانويان تر درو خونړيو او ناکامو جګړو وروسته پوه سول چي دوی به هم د افغانستان په تاريخ کي د نورو قوتونو په شان صرف د يوه معیادي لوبغاړي په توګه ياد سي، نو يې دغه هيواد ته په ۱۹۱۹ کال بشپړه خپلواکي ورکړه.

شاه امان الله غوښتل چي افغانستان بېله له بهرنیو هداياتو څخه خپل هيواد اداره کړي. هغه په شرق کي روانو د عصري کېدنې حرکتونو ته توجه او تمرکز وکړ. د عصري سيکولرې ترکيې مؤسس اتاترک د شاه امان الله له پاره يو د تقليد وړ مخکښ کس وو. د وايمار دموکراتيکې آلمانۍ دورې هم پر شاه امان الله اغېز وکړ کله چي هغه آلمان ته په سفر راغی. د شاه امان الله ملکې ثريا پرده ليري کړه او هغه په خپل هيواد کي يو شمېر اصلاحات رامنځ ته کړل.

نني افغان حکومتي چارواکي په ډېره مينه د شاه امان الله دغه مقوله تکراروي چي افغانان يوازي په خپل سر د خپل راتلونکي ښه فيصلې کولای سي. ايا امان الله د پخوا څراغ او د راتلونکي له پاره هم يو ښه مثال دی؟

پر شا تګ

هغه کسان چي نن ورباندي چکچکي کوي، بايد هير نه کړي چي پای څومره تريخ وو. ډېر ژر شاه امان الله د لوېديځ له پیښو کولو او د خپل کلتور پر وړاندي په غدارۍ تورن سو. تر یوه پاڅون وروسته یې هیواد پریښود. د هغه ځای ناستي د شاه امان الله اصلاحات بېرته ليري کړل خو هغه ډېر لږ وخت پر تخت پاته سو. تر هغه وروسته بيا اصلاحات غوښتونکي پر واک راغلل چي د ظاهر شاه په دوره کي يې سوله وساتله. خو دغه واکمنان يو په بل پسي د کودتاو په پایله کې ليري کړل سول او يا ووژل سول.

دغه دوره په ۱۹۷۹ کال کې د شوريانو په اشغال پای ته ورسېده. خو يوه لسيزه وروسته هغوی هم وتلو ته مجبور سول. په ۱۹۹۰ کالونو کي کورنۍ جګړې پیل شوه او بیا طالبان واک ته راغلل.

نامعلومه راتلونکی

د سپتامبر تر ۱۱مې وروسته په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو پوځي مداخلې، د ناټو دوه ماموريتونو، د میلياردونو ډالرو انکشافي مرستو او تر يوې نيمي لسيزي څخه زیات وخت راهيسي دموکراتک اساسي قانون وروسته به اوس څه کيږي؟

داسي معلوميږي چي د افغانستان د کشمکشونو څرخه بيا د تاویدو په حال کي ده. امريکا متحده ايالات نوره دلچسپي له لاسه ورکړې ده او له افغانستان څخه د ابرومندانه وتنې له پاره حتی له دې هم نه پر شا کيږي چي د ترهګرو طالبانو سره د سولي تړون کول غواړي. يوازنی شرط يې دا دی چي طالبان بايد ژمنه وکړي چي په راتلونکې کي به له افغانستان څخه هيڅ ترهګر بريدونه نه تنظيميږي. دا چي پخپله په افغانستان کې به څه کيږي د امريکا د متحده ايالاتو له پاره هيڅ په زړه پوري نه ده.

افغان هويت

پر خپل تاريخ خبر افغانانو تجربه بيا تائيديږي: بهرني ځواکونه عموما صرف د دې له پاره راځي، چي خپلې دلچسپۍ او ارزښتونه عملي کړي، که هغه مقدونيان وي، بريتانويان، شورويان او که امریکايان وي.

دې ته ورته تجربې طبعا نورو هم کړي دي. خو دغو تجربو په ځینو مواردو کي ډېرې نوښتګرې مفکورې هم وزېږولې. د بريتانويانو د استعمار تر ختمېدو وروسته هند، پاکستان او وروسته بنګله دېش د بريتانويانو له خوا له پاتو سویو میراثونو څخه ګټي هم ترلاسه کړې: لکه تعليمي نظام، نظامي برخه او يا هم د انګريزي ژبه چي د ټولو له پاره د پوهاوي وړ وه.

په افغانستان کي له بهر څخه د راغلو مفکورو پر وړاندي د شک د زياتېدلو لاملونه د نه ماتېدونکو افغانانو حماسه او د ایتلافونو بې ثباتي دي. دا هغه موضوعات چي په دغه هيواد د توندلارو له پاره لاره هواروي چي داسي ژمني ورکوي چي ګواکي د بهرنيانو او د هغوی د اغېز مخه به نيسي.

توندلاري دا له پامه غورځوي چي د افغانستان هغه کلتور چي دوی يې له بهرنيو اغېزو »پاک« ساتل غواړي پخپله د بهرنيو کلتورونو د اغېزو تر تاثیر لاندی دی: که هغه د فارس، مرکزي آسيا او که د هند شبه قاره وي. که د تيرو زرونو کلونو په ترڅ کي په لاس راوړې دا وړتيا په کار نه واچوله سي چي کلتوري او سياسي اغېزې د خپل هيواد له پاره په عيارولو سره ومنل سي، نو بيا به د افغانستان دننه اصلاحاتي غورځنګونه هميشه د ناکامېدو سره نه مخامخ کیږي.

فلوريان وايګانډ د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشر دی.