1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تایلند: راهبانو د مس عینک کان د استخراج پر وړاندې اعتراض کړی

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16hfJ

په بنکاک کې په سلگونو راهبان د یونیسکو د دفتر پر وړاندې راټول شوي وو چې په افغانستان کې د مسو د یوې پروژې د استخراج پر وړاندې احتجاج وکړي. د دوی په وینا دغه کار به د دې لامل شي چې بودهایي لرغونې آثار له منځه ولاړ شي. د تایلند، میانمار او سري لانکا څخه شاوخوا ۴۰۰ تنو راهبانو یونیسکو ته یو غوښتنلیک وړاندې کړی دی چې د مس عینک سیمه دې په نړیوالو لرغونو آثارو کې شامله کړای شي.

په پام کې ده چې د دغه کان د استخراج کار به د پلان له مخې رارونه میاشت د چین د هیواد له لوري پیل شي. دغه راهبانو د یونیسکو مشر ته په یوه خط کې لیکلي دي: «۲۳۰۰ کاله پخوانۍ د تاریخي اثارو لرونکو سیمه به د تجارتي اهدافو په بدل کې د بشري تاریخ څخه پاکه کړای شي.» دغه راهبانو غوښتنه کړې چې نوموړې پروژه دې لغوه کړای شي.