1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان د روسيې د پوځي اډو وخت اوږدوي

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه

روسیه له تاجیکستان سره یوې داسي موافقې ته رسېدلې ده، چې له مخې به ئې دغه هیواد د راتلونکو شلو څخه تر ۲۹ کلونو پوري په تاجیکستان کي خپلي پوځي اډې وساتي.

https://p.dw.com/p/169Ei
انځور: DW

د دې په بدل کې به روسیه پر تاجیکستان باندي په ارزانه بیه وسلې وپلوري او پوځیان به ئې وروزي.

دغه خبره د جمعې په ورځ روسي او تاجیکي چارواکو کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې د تاجیکستان له گاونډي هیواد افغانستان څخه د ۲۰۱۴کال تر پایه پوري نړیوال ځواکونه وځي او په تاجیکستان کي د روسي پوځي اډو اوسنۍ موده په دغه کال کې پای ته رسیږي.

د تاجیکستان په دریو ښارونو کي تر ۶۰۰۰ ډیر روسي ځواکونه میشت دي. تاجیکستان د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو څخه یو دئ، چي اقتصاد ئې تر ډیره ځايه په روسيه کې د دې هیواد د یوه میلیون گارگرو له خوا په ورلېږونکو پیسو پوري تړلی دئ.

اوس روسیه له تاجیکستان سره تر ۲۰۱۴ کاله پوري د دې هیواد په خاوره کي د اډو د ساتلو یو تړون لري. یوه تاجیکي لوړپوړي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي، چي تاجیکستان او روسیې له۲۰ څخه تر۲۹کلونو پوري پر یوه نوي تړون باندي موافقه کړې ده.

په همدې حال کي یوه روسي چارواکي ویلي دي، چي د ۲۹ کلونو له پاره یوه موافقه شوې ده. دغه روسي چارواکي ویلي دي: «پر دې وخت باندي کیدای شي پنځه یا شپږ کاله وراضافه او یا هم راکم شي.»

دغو دواړو سرچینو د خپلو نومونو د نه ښوولو په شرط خبري کړي دي. هغوی ویلي دي، چي تمه کیږي د اکتوبر په میاشت کې به د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین له خپل تاجیکي سیال سره په دې اړه رسمي او وروستی تړون لاسلیک کړي.

د تاجیکستان دولتي سرچینې ویلي دي: «تړون کوم مالي اړخ نه لري. د دې په بدل کي به تاجیکستان له روسیې څخه په کښته بیه وسلې ترلاسه کړي او ځواکونه به ئې په روسي اکاډمیو کي وروزل شي.»

روسي چارواکي ویلي دي چي روسیې غوښتل، په تاجیکستان کي د خپلي اډې موده د ۴۹ کلونو له پاره وغځوي خو تاجیکستان بیا غوښتل چې دا تړون دي یوازي د لسو کلونو له پاره وغځول شي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، چي له تیرو شلو کلونو راهیسې د دې هیواد مشري کوي، غواړي چې له روسیې سره نزدې اړیکي وساتي او د دې هیواد پوځیانو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړي. ځکه چي هغه په تاجیکستان کي د افراطي اسلامپالۍ له خپریدو څخه ویره لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل