1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان:پرونۍ حمله بهرنيو جنگياليو کړې وه

۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

د تاجکستان د دفاع وزارت وياند، فريدون محمد علي يف پرون وويل چي د رشت په دره کي افغان، پاکستاني او چيچنيايي اورپکو چي مشري يي د يو رديکال اسلام پالونکي، ملا عبدالله کوله پر نوموړي کتار باندي حمله وکړه.

https://p.dw.com/p/PIL4
د تاجکستان د جمهوري رياست ماڼۍ
د تاجکستان د جمهوري رياست ماڼۍانځور: RIA Novosti

د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت د څو مياشتو را په دې خوا د سختو خونړو حملو سره مخامخ دی. کارپوهان وايي چي د تاجکستان په ناکراريو کي بهرني اسلام پال توندلاري يوازي نه دي.

د سيمي يو تحليلونکی، کريستوف لنګتن په نظر د تاجکستان د جمهوررئيس امام علي رحمن په دا ډول څرګندوني سره چي په هيواد کي يې بهرني جنگيالي جنگيږي په خپل هيواد کي د نوي اسلام پالني ريښي له پام څخه غورځوي.

لنګتن د رويتر خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل:« امام علي رحمن چي د روسي مشاورينو له خوا تشويق کيږي، هڅه کوي چي په شوروي ډوله اقداماتولاس پوري کړي او له دې څخه سترګي پټوي چي په هيواد کي يې اسلامي زورپالنه وار په وار پياوړې کيږي.»

لنګتن وايي:« د دغي زور پالني ريښي د تاجکي ځوانانو له بيکاريو څخه اوبه کيږي. دا هغه ځوانان دي چي تر کورنی جګړې وروسته لوی سوي او راتلونکي ورته تياره ښکاري. هغوی په افغانستان او پاکستان کي د روان بغاوت څخه الهام اخلي.»

د منځني آسيا افغان کار پوه او د طالبانو د غورځنک پيژندونکي وحيد مژده هم دا مني چي د تاجکستان په روانو ناکراريو کي بهرني اسلام پالونکي په خاصه توګه د ازبکستان اسلامي تحريک لاس لري.

په مسکو کي ميشت سياست پوه، اورخان جمال چي د سيمي په هکله يې يو کتاب ليکلی وايي تاجکستان د داسي يو مصيب سره مخامخ دی، چي نه دسيمي ځواکمن هيواد روسيه چي په کورنۍ جګړه کي د امام علي رحمن تر څنګ ودريده او نه هم ستر ځواکونه لکه متحده ايالات او برتانيه ور سره مرسته کولای سي.

جمال وايي: « زما آند دا دي چي روسيه نه غواړي د تاجکستان په کورنيو چارو کي هسي مداخله وکړي لکه 1990 لسيزي کي چي د هغه هيواد د کورنۍ جگړې په موده کي يې وکړه.

هغه وويل د قرغزستان تحولاتو وښودله چي مسکو هغه هيواد ته د سرتيرو استولو ته زړه ښه نه کړ.

نوموړی کار پوه زياتوي:« د امريکا متحده ايالات چي د خپلو متحدينو سره د افغانستان په دننه کي د خپلو سرتيرو سره په يوه نامعلومه جګړه کي شکېل دي، نه غواړي چي په سيمه کي يو بل هيواد د اسلام پالو د اخ وډب په اډې بدل سي.

د تاجکستان په شمول سيمي ته په اوسني وخت کي ډير غټ خطر د ازبکستان د اسلامي غورځنګ له خوا دی چي ويل کيږي د القاعدې سر تړاو لري. د دغه غورځنک ډيری جنګيالي په افغانستان کي جنګېدلي دي.

د هغه مشر طاهر يولداش د رپوټونو له مخه د تير کال د اګست په مياشت کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په يوه حمله کي په شمالي وزيرستان کي ووژل سو.

د منځنۍ آسيا کار پوه وحيد مژده وايي چي يولداش د افغان طالبانو له مشري سره نژدې اړيکي درلودې.

خو وحيد مژده يادونه کوي چی د تاجکستان خپل اسلامي غورځنک نه دې توان لري او نه هم غواړي چي په هيواد کي بيا کورنۍ جګړه پيل سي، يوازي ځيني ناراضه اسلام پالونکي تاجکان ښايي د ازبکستان له غورځنک سره يو ځای سوي وي چي شميرډير لږ دی.

د دغه تحريک په سر کي اکبر تورجان زاده چي يو وخت يې د مخالفينو ترڅنګ د دوشنبي د حکومت پر ضد جګړه کوله قرار لري.

د تاجکستان دغه پخواني مفتي که څه هم د مسلمانانو سره د حکومت د کړو راضي نه دی، خو د يو تند بنسټ پال اسلامي حکومت غوښتونکي هم نه دی.

هغه وايي چي دی د يو بنسټ پال اسلامي حکومت پلوی نه دی. هغه د دين اوسياست بيلتون غواړي، خو« نه د دې دين ضد حکومت». هغه په دې اړه ماليزيا ، اندونيزيا او هند ډيرښه نمونه ګڼي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل