1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي په پاکستان کي ۴ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15Lwt

د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بمبار په ترڅ کي په پاکستان کي د افغانستان سرحد ته نژدي ۴ تنه وژل سوي دي. د پاکستان د استخباراتو یوه مامور ويلي دي، چي دغي الوتکي د هیواد په شمال لوېدیځ کي دوه راکټه پریوه خامه کور باندي وتوغول او دغه کور په بشپړه ډول له منځه تللی دئ. په دغه پيښه کي، چي د سه شنبې په ماښام د ميرانشاه په ۴۵ کيلومترۍ کي د شاوال په سيمه کي را منځ ته سوې ده په دغه کور کي تر خاور لاندي څلور تنه مړي او څلور زخمیان را ایستل سوي دي. دغه ځای ته په وزيرستان کي د طالبانو د اصلي مرکز په سترګه کتل کیږي.