1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي په افغانستان کي پاکستاني طالبان وژلي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي د افغانستان په شمال ختيځ کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي په يوه يرغل کي ۱۱ تنه پاکستاني طالبان وژل سوي دي. اسختباراتي چارواکو ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي شپږ يا اووه تنه ئې قوماندانان دي.

https://p.dw.com/p/1ExIt
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

يرغل د سه شنبې ورځي په ماښام په کونړ ولايت کي له پاکستان سره سرحد ته نژدې سوی دئ. د پاکستان استخباراتي چارواکو ويلي دي چي تر دغه يرغل وروسته د دوی له خوا دغي سيمي ته نژدې ۹ تنه نور جنگيالي هم وژل سوي دي.

دغه چارواکي چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی، ويلي دي چي پاکستاني جټ الوتکو په تيراه دره کي پر ياغيانو بمباري کړې او وژلي ئې دي. ويل سوي دي چي د پاکستان پوځ اووه تنه عسکر هم وژل سوي دي.

استخباراتي مامورينو ويلي دي چي تر دغو بريدونو دمخه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ننگرهار ولايت په نازيانو سيمه کي د امریکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه يرغل کي ۹ تنه ياغيان وژل سوي دي.

دوی ويلي دي چي دغه نهه سره ياغيان پاکستاني طالبان او د لشکر اسلام ډلي غړي ول. دغي ډلي د رواني مياشتي په پيل کي له طالبانو سره اتحاد اعلان کړ.

پاکستاني او افغان طالبان يو بل ته ورته جهادي ايډيالوژي لري خو دواړي ډلي جلا جلا عمل کوي، ځکه پاکستاني طالبان غواړي چي حکومت ړنگ او سخت اسلامي قوانين رامنځ ته کړي.

په افغانستان کي هيڅوک د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه معلومات نه لري، ځکه دغه عمليات په ليري پرتو سيمه کي تر سره کيږي، خو د طالبانو قوماندان وايي چي دوی له تير کال راهيسي ډير وخت د بې پيلوټه الوتکو له خوا په نخښه کيږي.

دغه بريدونه په داسي حال کي ترسره کيږي چي د پاکستان او افغانستان اړيکي د ښه کيدو په کال کي دي. دغه دواړه هيوادونه يو پر بل باندي ياغيانو ته د پټنځايونو د ورکولو تورونه لگوي.

خو له هغه وخت راهیسي چي محمد اشرف غني د افغانستان جمهور رئيس سوی دئ، د دغو دواړو هيوادونو په اړيکو کي ښه والی راغلی دی او پاکستاني چارواکو ژمنه کړې ده چي د افغانستان د سولي په بهير کي به له کابل سره مرسته وکړي.