1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي د طالبانو مشر وژلی دئ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبه

هغه د پاکستاني طالبانو دوهم مشر وو او ډير خطرناکه بلل کېدی. اوس نو ولي الرحمان (په انځور کي راسته خوا ته) د پاکستان د امنيتي کړيو په حواله په دغه هيواد کي د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/18gFC
In this photograph taken on October 4, 2009 shows new Pakistani Taliban chief Hakimullah Mehsud (L) sits with his commander Wali-ur Rehman (R) during his meeting with local media representatives in Sararogha area of South Waziristan along the Afghanistan border. Hakimullah Mehsud appeared in front of the local media persons on October 4, dispelling rumours of his death and vowing 'severe' new attacks. Hakimullah Mehsud claimed to have taken over the reins of the feared Tehreek-e-Taliban Pakistan in late August, after finally confirming that their chief Baitullah Mehsud was killed in a US missile strike that month. AFP PHOTO/NASEER MEHSUD (Photo credit should read NASEER MEHSUD/AFP/Getty Images)
Dronenangriff Pakistan Taliban Wali-ur Rehman (rechts)انځور: Naseer Mehsud/AFP/Getty Images

پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي دي چې د شمالي وزيرستان په چشمه سيمه کي د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې د طالبانو د دوهم مشر په گډون اووه کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چې ولي الرحمان د پاکستاني طالبانو د مشر حکمت الله مسود، ځای ناستی هم ټاکل شوی وو. د طالبانو د مشر په توگه د هغه د ټاکل کېدو خبره د تیر کال په ډسمبر میاشت کې په شمالي وزیرستان کې یوه میشت پاکستاني امنیتي چارواکي کړې وه.

یو پاکستاني امنیتي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخيسلتو په شرط ویلي دي: «دا د یاغیانو پر ضد جگړه کې یوه ستره بريا ده.»

پاکستاني طالبان د افغان طالبانو یوه ملگرې ډله ده. دغه ډله ډیر وخت د «تحریک طالبان پاکستان» په نوم یادیږي. دغې ډلې په دې وروستیو وختونو کې د پاکستان د پوځ او د دغه هیواد د دولت د ملکي پلوي گړيو پر ضد یو لړ پراخه عملیات پيل کړي دي.

له بلې خوا د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی لا تر اوسه پورې د ولي الرحمان د وژل کیدو په اړه تاييد شوي راپورونه په لاس کې نه لري. هغه په دې اړه له نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دغه راپورونه تر اوسه پوري د کومي خپلواکي سرچينې له خوا نه دي تائيد شوي.

یوه پاکستاني کارپوه سلیم صافي، ویلي دي: «دا چې طالبان د دغې موضوع په اړه چپ پاته شوي دي او څه نه وایي د خبر پر دقیقوالي دلالت کوي. که دغه خبر رښتیا وي نو د پاکستان پوځ باید له امریکا څخه د دغه برید په اړه مننه وکړي.»

سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي دي چې د شمالي وزيرستان د چشمې په سيمه کي يوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور باندي دوه توغندی توغولي دي چې په پایله کې یې اووه کسان وژل شوي دي.