1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

بې پولي خبریالان: پاکستان د افغان په شمول ۶ خبریالان ګواښي

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

د خبریالانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستاني چارواکو یو داسي پټ سند یې ترلاسه کړی چې پکې په بهرنیو نړیوالو رسنیو کې د یوه افغان خبريال ترڅنګ د پنځو پاکستاني خبریالانو د ګواښونو موضوع ته اشاره شوې.

https://p.dw.com/p/3f7SE
Reporter ohne Grenzen Logo
انځور: Getty Images/AFP/B. Guay

د بې پولو خبریالانو سازمان چې د خبریالانو د ملاتړ یو نړیوال سازمان دی، وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوند یو داسې پټ سند یې ترلاسه کړی چې پکې د نړیوالو رسنیو د بهرنیو خبریالانو ګواښولو ته اشاره شوې ده. دغه نړیوال سازمان وايي چې سند د تیرې جون میاشتې په اتلسمه نیټه لیکل شوی دی.

د بې پولو خبریالانو سازمان وايي چې د پاکستان د حکومت اړوند په دغه پټ سند کې په امریکا او اروپا کې د یوه افغان خبریال په گډون د پنځو تنو نورو پاکستاني خبریالانو د «پاکستان ضد فعالیتونو» په اړه اندیښنې څرګندې شوي دي.

د اسنادو له مخې، پر دغو شپږو خبریالانو تور دی چې دوی په نړیوالو رسنیو کې د [پاکستان] د «ریاست پرضد» خپرونې کوي او له همدې کبله د دوی پر تګ راتګ او په ټولنیزو شبکو کې د دوی پرفعالیت یې سخت څار پیل کړی دی.

د سندونو له مخې چې له دغو خبریالانو سره باید اړیکه ټینګه شي او دا چې ورته باید وویل شي چې دوی دې په راتلونکې کې د پاکستان خلاف خپلو څرګندونو ته د پای ټکی کیږدي. د بې پولو خبریالانو سازمان د امنیتي ستونزو له کبله، د یادو شپږو خبریالانو هویت خپور کړی نه دی.

د بې پولو خبریالانو په حواله، دغه سند د پاکستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له پاره ترتیب شوی دی چې پکې د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی اس آی، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسئول، د اطلاعاتو په وزارت کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال، او د پاکستان د پوځ د استخباراتو مشر او همدا راز د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي شامل دي.

د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي دي چې دغه سند په رسمي توګه نه دی خپور شوی او دا چې ظاهراً دا یو غیر نهايي سند ښکاري او زیاتوي چې تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه سند چا او د کوم هدف له پاره ترتیب او جوړ کړی دی.

Deutschland Reporter ohne Grenzen
انځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

د بې پولو خبریالانو د آسیا څانګې مسئول ډینیل بیسټرډ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې داسې احتمال هم موجود دی چې د پاکستان څارګرې یا استخباراتي ادارې دغه سند په قصدي توګه خپور کړی وي ترڅو په دې توګه خبریالان وډار کړي او په دې توګه د بهرنیو رسنیو پر وړاندې د خلکو افکارو ته تغیر ورکړي.

د بیسټرډ په خبره، که چیرته دا کوم رسمي سند نه وي، خو بیا هم د پاکستان د حکومت له لوري له خبریالانو سره د اړیکې نیولو موضوع د اندیښنې وړ ده.

بیسټرډ وویل: «په دغه سند کې چې د کومو خبریالانو یادونه شوې، [د بې پولو خبریالانو] سازمان دې د دغو پر خوندیتوب څارنه وکړي.» هغه زیاتوي چې که چیرته د هغوی د کورنیو د ډارولو او یا هغوی ته د ګواښونو هڅه وشي، نو موږ ته به معلومه وي چې د دې کار مسئول څوک دي.