1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېنظير بوټو پخپل کورکي نظر بنده سوه.

۱۳۸۶ آبان ۱۸, جمعه

په پاکستان کي وضع لا پسي کړکېچنه سوې ده. د پيپلز مخالف گوند مشره بېنظير بوټو د نن ورځي له پاره اعلان سوو پراخو لاريونونو څخه مخکي په خپل کورکي نظر بنده سوه.

https://p.dw.com/p/DKCa
بېنظير بوټو د مشرف هغه وړانديز په ټينگه رد کړی دی چي وايي په راتلونکي کال کي دي ټاکني تر سره سي.
بېنظير بوټو د مشرف هغه وړانديز په ټينگه رد کړی دی چي وايي په راتلونکي کال کي دي ټاکني تر سره سي.انځور: AP
د مېرمن بوټو کور په پلازمېنه اسلام آباد کي د اغزن تار له لاري او د لسگونو تنو پوليسو لخوا محاصره سوی دی. د بوټو پلويانو ناخوښي څرگنده کړې او هغې ته نژدې کس ښاغلي بابر عوان زياته کړې چي دولت د هغې له شهرت څخه بېرېږي او غواړي چي د هغې وخلکو ته د وينا مخنيوی وکړي.
پوليسو ترمخه لا خبر ورکړی و چي پخوانۍ لومړۍ وزيره به په هيځ ډ ول ودې ته پرېنږدي چي د جمعې د ورځي پراخه غونډه را وغواړي.