بېلتون غوښتونکي: په ختيځ کي ځانگړی موقف غواړو
۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سهشنبهد اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتوکي اوس نه وایي چي هغوی د اوکراین په دغه سیمه کې د یو خپلواک دولت «نويا رسیا» یعنی «نوي روسيې» غوښتونکي دي، بلکي هلته د یو «ځانگړي موقف» له پاره مبارزه کوي.
له دغې موضوع څخه د سپینې روسيې په پلازمینه مینسک کې د «اوکراین د تماس ډلې» له لومړۍ غوندۍ څخه خبریالانو رپوټ ورکړ. له یوې میاشتې راهيسي د دغي غونډي له پاره هڅي شوي دي. په دغه څلور ساعته غونډه کي د شخړي اړخونو خپل نظریات او دریځونه تبادله کړل.
د بیلتون غوښتونکو مشر، اندري پورگین تر غونډي وروسته وویل: «دغه دریځ به تر غور لاندي ونیول شي او خبري اتري کیدای شي چي د جمعې په ورځ دوام پیدا کړي.»
په یوه وړاندي شوي نهه ټکو غوښتلیک کې بیلتون غوښتونکو پر نورو مسایلو سربیره د اوکراین په ختیځ کې د پوځ د عملیاتو د پای یو اوربند او د بندیانو د آزادولو له پاره غوښتنه وکړه. په «تماس ډله» کې روسیه او د اروپا د امنیت او همکاری سازمان، OSCE د اوکراین د حکومت او یاغیانو ترمنځ مینځگړتوب کوي.
د اوکراین شخړه نور هم تنده شوې ده
د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل د اوکراین د شخړي له امله د روسيې پر ضد د نورو بندیزونو د لگولو گواښ وکړ. ميرکل د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان «بوندستگ» ته په یوه وینا کې وویل: «روسیه هڅه کوي چی اوسنیو سرحدونو ته په گواښونو او یا حتی زور سره بدلون ورکړي.»
ميرکل زیاته کړه. «وار په وار څرگندیږي چې: له سره لانجه د اوکراین په دننه کې نه، بلکي د روسيې او اوکراین ترمنځ پر شخړه باندي وه.» د آلمان صدراعظمي یادونه وکړه چې «د ولسونو له نړیوالو حقوقو څخه دا ډول سرغړوني باید بې نتیجې پاته نه شي. په همدې وجه د اروپايي اتحاديې د یو شمیر نورو تعزیراتو په لټه کې ده.»
گړندی غبرگون
له روسيې سره د نوي شخړي پر وړاندي د غبرگون په توگه ناټو اوس غواړي چې په ختیځه اروپا کې خپل شتون نور هم پیاوړی کړی. د ناتو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په بروکسل کې وویل چې دغه سازمان د یوه برید کوونکي ځواک د جوړولو پلان لري چې په خطرناکو حالاتو کې سمدلاسه عمل و کړي.
رازموسن وویل چې په دې هکله یوه پریکړه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو د بریتانیا په ویلز کې د ناتو په سرمشریزه کي وشي.
د عسکرو د استقرار ثبوت
د روسيې د یو شمیر بشري حقونو سازمانونو د معلوماتو له مخې د روسيې مشرتابه د خپلو رسمي څرگندونو پر خلاف د اوکراین ختیځ ته په زرونو عسکر استولي دي.
د «روسي عسکرو د میندو کمېټې» مشري، والنتینا میلنیکووا د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «په تیرو دوو میاشتو کې د ۱۰ زرو تر ۱۵ زرو پوري روسي عسکر د اوکراین په ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي.
له دې جملې څخه همدا اوس د ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ پوري په جگړه کې ښکیل دي. میلنیکووا د روسيې د دفاع وزارت د عامه شورا غړې هم ده. خو د دفاع وزرات په دې هکله له هر ډول تبصرې څخه ډډه وکړه.
مسکو تر اوسه پوري د اوکراین په خیتځ کې په نښتو کې له هر ډول گډون څخه انکار کړی دی.