1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېلتون غوښتونکي: لوی اکثريت مو گټلی دی

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د اوکراين په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو مشرانو ویلي دي چې په دنيڅک او لوگانسک سیمو کې ډیری رایې ورکوونکو په ټولپوښتنه کې گډون کړی دی او په غوڅ اکثریت سره یې د خپلواکۍ ملاتړ کړی دی. کیف بيا دغه ټولپوښتنه ردوي.

https://p.dw.com/p/1By4H
انځور: Dimitar Dilkoff/AFP/Getty Images

په دنيڅک او لوگانسک ښارونو کې رايه اچونه د یکشنبې په ماښام پای ته ورسېده. دغه ریفرندم یا ټولپوښتنه په کیف کې د انتقالي حکومت له خوا «د خندا وړ جنایت» په توگه عنوان شوی دی. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې دغه ټولپوښتنه د «کرملېن له خوا الهام شوې، تنظیم شوې او تمویل شوې ده.»

په دنيڅک کې د ټاکنو کمېسیون مشر رومان لای گین، د رايي اچوني بهیر تر ختمیدو وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په ریفرندم کې شاخوا ۷۵ سلنه خلکو گډون کړی او ۹۰ سلنه گډون کوونکي د سیمه ییزي خپلواکۍ ملاتړ کوي. که څه هم په لوگانسک کې د چارواکو غبرگون گړندی نه وو خو د رایې ورکولو په بهیر کې یې د ډیری خلکو د گډون په اړه ډاډمنتیا ښکاره کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د دغي ټولپوښتني د بهیر د څارولو له پاره نړیوال څارونکي موجود نه ول. د نورو تر څنگ دغه ټولپوښتنه د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له خوا رد شوې ده.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر کارل بلدت، د خپل ټویټر په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «په ختیځ اوکراین کې به د جعلي ريفرندم ارقام هم جعلي وي. حتې په ټاکنو کې د گډون کوونکو د د رسمي شمیر معلومولو له پاره هم کومه لاره چاره نشته.»

اولاند، ټولپوښتنه رد کړه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د یکشنبې په ورځ آذربایجان ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي چې داوړي ټولپوښتني «صفر او باطلي» دي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او فرانسوا اولاند، دواړو د شنبې په ورځ د اوکراين پر ټولو ټولو ډولو غږ کړی وو چې په «یوه ملي ډیالوگ» کې برخه واخلي او د آزادو ټاکنو د تر سره کیدو له پاره لاره هواره کړي.

روسۍ ورځپاڼي «کومیرسانت» د ولادیمیر پوتین د ویاند دیمتري پیسکوف، له قوله ویلي دي، چې پوتین به د تبصرې کولو تر مخه، د دغه ریفرندم نتیجې ته انتظار وباسي. پوتین د پنجشنبې په ورځ د دغي ټولپوښتني د ځنډولو غوښتنه کړې وه، خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تور ورباندي لگولو دی چې دغه تبصره د روسیې په دولتي رسنیو کې نه وه خپره شوې.

اروپایي ټولنه د نوو بندیزونو په اړه سلا مشورې کوي

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف، په خپلو څرگندونو کې د روسیې پر وړاندي د اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو د سختو بندیزونو خبرداری «د یو بشپړ لیونتوب» په توگه عنوان کړ.

په پام کې ده چې د روسیې پر وړاندي پلان شوي سخت بندیزونه به په بروکسل کې د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډي اصلي موضوع وي. د دیپلوماتانو د وینا له مخې د بهرنیو چارو وزیران به د نورو سفري بندیزونو او بانکي حسابونو د کنگلولو په هکله پریکړه وکړي. تر اوسه پوري پر ۴۸ کسانو باندي دغسې بندیزونه لگول شوي دي.

گیزي مسکو ته سفر کړی

په عین وخت کې د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ استازی او په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند مشر گیرگور گیزي، مسکو ته رسیدلی دی، څو د اوکراین د کړکیچ په اړه خبري اتري تر سره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب