1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوکو حرام باگا ښار ته څیرمه ډیر کلي ویجاړ کړي

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

د نایجیریا په شمال کې تندلارې اسلامپالې ترهگرې ملیشې بوکوم حرام، د باگا ښار او د هغې شا او خوا په لسگونو کلي عملا له خاورو سره خاوري کړي دي. دولتي عسکر چې باید د ولس ساتنه یې کړې وای، لا تر مخه له دغه ځای تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1EIK6
انځور: picture alliance/AP Photo

د بوکو حرام په نوم د تندلارې ملیشې جنگیالیو د باگا، ښار ته څیرمه لږ تر لږه ۱۱ کلي ویجاړ کړي دي. پخپله باگا ښار، چې د سیمې یو مهم تجارتي مرکز گڼل کیږي د ځایي استازو د وینا له مخې کابو له خاورو سره خاورې شوی دی. زیاته شوې ده چې لارې کوڅې له جسدونو ډکې دي. د سیمې یوه ځایي چارواکي ابا حسن، د آلمان خبري آژانس ته د وژل شوو کسانو شمیر په سلگونو تنه ښوولی دی.

خو د رسنیو دا رپوټونه چې گواکې په دغه برید کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي ابا حسن رد کړی دی. د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د معلوماتو له مخې ښایي دغه برید تر اوسه د بوکو حرام تر ټولو سخت برید وي. پر دې سربیره د دغه برید په پایله کې په سیمه کې د گرځنده تلیفونونو ډیر شمیر پایې هم ویجاړې کړای شوي دي. د بشري حقونو له نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ څخه ماوسي زیگون له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په اوسني وخت کې دا گرانه ده چې په آزاده توگه دې په دغه ځای کې د سم وضعیت اندازه ولگول شي.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په دې هکله ډیر شمیر رپوټونه ورکړل شوي دي چې له سیمې څخه شا او خوا ۲۰ زره تنه د تيښتې په حال کې دي او تر ټولو زیاتو کسانو بیا د گاونډي هیواد چاد پر لور مخه کړې ده. د باگا ښار یوه اوسیدونکي محمد بوکار، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږه ولیدل چې بوکو حرام څرنگه خلک ووژل.» هغه پر دې توانیدلې دی چې له خپلې کورنۍ سره د بورنو ایالت مرکزي ښار مادوگوري ته ځان ورسوي.

دولتي عسکر چیري دي؟

دا په لږه موده کې پر باگا ښار باندې د بوکو حرام دوهم برید وو. د تیرې شنبې په ورځ د یو څو ساعته جگړې وروسته عسکر له یوه پوځې اډې څخه ووتل او ولسي خلک یې یوازې پریښودل. په اصل کې دغه پوځي اډه د نایجیریا او د بوکو حرام له گواښ سره د مخامخ د هغې د گاونډیو هیوادونو چاد، نایجر او کمرون هیواد سره تړاو درلودونکو سرتیرو اډه وه، چې غوښتل یې د دغې ترهگرې شبکې پر وړاندې جگړه وکړي. خو په دغه ځای کې همکاري ستونزمنه بریښده. پر دغه اډې باندې د برید پر مهال یوازې د نایجر هیواد په لسگونو سرتیرو حضور درلود.

د امنیتي چارو نایجیریايي کارپوه حسیني مونگونو، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د نایجیریا پوځ او د هغې اعلی قوماندان ولسمشر جوناتن په بشپړه توگه خپل شهرت له لاسه ورکړی، آن د ټولې نړۍ پر وړاندې هم.»

ولسمشر جوناتن گډلک، د فبرورۍ میاشتې پر ۱۴ نېټه د ترسره کیدو ټاکنو د کمپاین په پیل کې د بوکو حرام پر وړاندې مبارزه کې د پوځ پر ستونزو اعتراف وکړ. خو هغه د دې مسوولیت پر پخواني ولسمشر واچاوه چې په وینا یې پوځ یې په ښه توگه نه وو مجهز کړی.

د نایجر هیواد د پارلمان غړي لمیدو موموني، له دویچه ویله سره په خبرو کې د بوکو حرام له لوري له گواښ سره د مخامخو ټولو هیوادونو له لوري په گډه د عمل کول غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي: «د نایجیریا په شمال او د نیجر په ختیځ کې یو ولس دی. هغه څه چې یوه ولس ته پيښیږي، بل ولس ته هم پيښیږي.»

په عین وخت کې هغه له افریقایي ټولنې څخه غوښتي دي چې د کډوالۍ د هجوم په برخه کې له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

کمرون هیواد د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې

په عین وخت کې د نایجیریا گاونډي هیوادونه چاد او کمرون ورځ تر بلې د تندلارو اسلامپالو د توجه مرکز گرځي. په تازه وخت کې په انټرنیټ کې په یوه خپره شوې ویډیو کې د بوکو حرام د ډلې مشر د کمرون هیواد ولسمشر د لومړي ځل له پاره په مستقیمه توگه گواښلی دی. په دغه ویډیو کې ویل شوي دي چې د بوکو حرام ډله به په دغه هیواد کې هم د نایجیریا په شان بریدونه تر سره کړي.

د کمرون هوایي ځواک تر کرسمس لږ څه وروسته په خپل هیواد کې پر یوې پوځي اډې د نوموړې ډلې برید پر شا تمبولی وو. د کمرون هیواد ولسمشر د ترهگرو پر ضد جگړه کې د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي چې یو نړیوال گواښ نړیوال ځواب ته اړتیا لري.

د بورنو ایالت، چې په کې د باگا ښار موقعیت لري، زیاتره برخه اوس د تندلارو تر کنترول لاندې ده. د دغې ډلې موخه خپل خلافت اعلانول دي.

آیا رایې ورکوونکي له خطر سره مخامخ دي؟

له سویلي افریقا سره تړاو درلودونکی د امنیتي چارو کارپوه راین کومنگز په دې انديښنه کې دی چې د فبرورۍ پر ۱۴ چې کله پوځ د ټاکنو د امنیت پر خوندي ساتلو بوخت وي، نو ښایي بریدونه تر سره شي. د هغه په وینا د بوکو حرام تر کنترول لاندې سیمو کې ټاکنې نه شي تر سره کیدای. هغه زیاتوي چې زیاتره رایې ورکوونکي یا له خپلو سیمو څخه په تیښته کې دي او یا هم په زوره ایستلو ته اړ ایستل شوي دي. کومنگز زیاتوي که چیرې ولسمشر گډلک جوناتن او د هغه دیموکراتیک ولسي گوند ټاکنې وگټي نو داسې اټکل کیدای شي چې اپوزیسیون دغه ټاکنې و نه مني. هغه وایي په دې سره ښایي د ټاکنو مشروعت تر پوښتنې لاندې راشي.