1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: د ګرجستان د دولت ړنګول په 21 پيړۍ کي د منلو وړ نه دی

۱۳۸۷ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

که څه هم دجنوبي قفقاز دسيمي په شخړه کي د لويدځو هيوادونو د منځګړيتوب هڅي دوام لري خو بيا هم حالات په دغه سيمه کي ډير خړپړ بريښي

https://p.dw.com/p/Evdd
د امريکا جمهوررييس جورج ډبليو بوش
د امريکا جمهوررييس جورج ډبليو بوشانځور: AP

دروسيې وسله وال ځواکونه د ابخازيا دسيمي څخه دګورجستان خاوري ته ورننوتلي دي، پخپله روسانو هم دغه ډول خبرونه تايدکړي. ابخازيا هم لکه دجنوبي اوسيتيا دجګړه ځپلي سيمي په شان غواړي چي دګورجستانه څخه خپله بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي.

که ډيپلو ماسي هلو ځلو ته يو نظر وسي، نو د ملګرو ملتونو په ټولنه کي د روسيې لوی سفير Witali Tschurkin دروسيې او دګورجستان د وسله والو ځواکونو ترمنځ دسمدلاسه اوربند غوښتنه رد کړې، خو په عيني وخت کيTschurkin د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په بيړنۍ غونډه کي چي دپنځم ځل لپاره دقفقاز پر شخړه باندي دخبرو لپاره جوړه سوې وه. ويلي دي چي روسيه نه غواړي دګورجستان حکومت را وپرزوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاواروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاواروفانځور: picture-alliance/ dpa

ديو بل پريکړه ليک په مسوده کي چي دفرانسويانو له خوا وړاندي سوي،هم ددې غوښتنه سوې چي د دواړو خواو عسکر دي خپلو پخوانيوځايونو ته پر شا سي، خو روسيې تر اوسه د امنيت شورا ته دجنوبي قفقاز دلانجې دحل لپاره پر ټولو وړاندي سوو مسودو باندي له دې امله هم نيوکي کړي چي روسيه د امنيت شورا يو دايمي غړی دی اوبايد چي ديوې مسودې د وړاندي کولو څخه تر مخه دروسيې سره خبري سوي وای.

د امريکا دمتحده ايالتونو ولسمشر جورج ډبليو بوش په پيکنګ کي دروسيې دلمړي وزير ولاديمير پوتين،سره دګورجستان پر حالاتو باندي خبري کړي او ددې غوښتنه يې کړې ده چي بايد په دغه سيمه کي د اګست دمياشتي د 6 نيټې وضع بيرته نافذ سي.

خوکله چي دجنوبي قفقاز په سيمه کي حالات لاپسي خراب او جګړې سختي سوې نو بوش له پيکينګ څخه واشنګټن ته په بيرته ستنيدو سره سمدلاسه ددغه هيواد دامنيتي جرګې دغړو سره کتلي او ددغي کتني څخه وروسته په يوه اعلاميه کي وايي چي، دی ددې خبر په اوريدو سره چي روسي عسکرو پر ګورجستان باندي بريد کړی او دګورجستان پلازمېنه تفليس تر خطر لاندي ده سخت اندېښمن سوی دی.

د امريکا مشر جورج بوش او د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي
د امريکا مشر جورج بوش او د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويليانځور: picture-alliance/ dpa

بوش وايي:« دروسيې دغه کار په ګورجستان کي حالات لاپسي خطرناکه کړي او که دغه وضع نوره هم دوام وکړي نو ناوړه عواقب به ولري.»

داسي ګومان کيږي چي، امريکايانو په لومړي سرکي دا ګومان کاوه چي روسان به همدومره وکړي چي په جنوبي قفقاز کي بيرته هغه د څو ورځو د مخه وضع راولي. خو او س څنګه چي بوش وايي داسي ښکاري چي روسيه ديوه خپلواک هيواد قلمرو ته ورننوتې او غواړي چي يوقانوني دولت په ګورجستان کي راوپرزوي.چي دغه کار په 21 پیړۍ کي دمنلو وړ ندی.

جور ج ډبليوبوش دروسيې د حکومت څخه ددې غوښتنه کوي چي دسولي هغه تړون لاسليک کړي چي، ګورجستان دمخه لاس ليک کړی دی. په دغه تړون کي دسمدستي اوربند او دجنوبي اوسيتيا څخه دټولو وسله والو څواکونو ايستل اوپه لانجه ځپلې سيمه کي داګست دمياشتي د6 نيټې وضع ته بيرته راګرځيدل دي.

بوش داهم وايي چي:«په دې اونۍ کي په ګورجستان کي دروسيې دعملياتو له امله ډيري اندېښنې رامنځ ته سوي او داسي پوښتني پیدا سوي چي روسيه په ګورجستان او په دې سيمه کي څه غواړي. په نړۍ کي د روسيې حيثيت ته تاوان رسيدلی او که دغه وضع دوام پيدا کړي نود امريکا دمتحده ايالاتو او اوروپا سره دروسيې پر اړيکو به ډيري منفي اغيزي ولري.»

په ملګرو ملتو کي د امريکالوی سفير زلمي خليل زاد، په يوه تلويزوني مرکه کي ويلي چي د امريکا دمتحده ايالتونو او روسيې دبهرنيو چارو وزيرانو رايس او لاوار وف سره کتلي او په دغه کتنه کي د روسيې دبهرنيو چارو وزير ويلي دي چي دګورجستان حکومت بايد لري سي.