1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: امريکا چمتو ده د ټولو هيوادونو سره ګډ کار وکړي

۱۳۸۷ آبان ۲۶, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جور ج ډبليو بوش چي دکار موده يې مخ پر ختميدو ده، د شلو هيوادونو دمشرانو په ستره غونډه کي، چي په واشنګټن کي سوې وه

https://p.dw.com/p/FvpX
د نړۍ د 20 سترو صنعتي هيوادونو په سرمشريزه غونډه کي بوش د وينا پر مهال
د نړۍ د 20 سترو صنعتي هيوادونو په سرمشريزه غونډه کي بوش د وينا پر مهالانځور: AP

د امريکا مشر جورج بوش دا خبره جوته کړې ده چي دده هيواد به دروان مالي او اقتصادي کړکيچ د له منځه وړلو دپاره هرډول ګډ کار ته چمتو وي. او بوش ددغه هيواد راتلونکي ولسمشر بارک اوباما ته دزيات بريالیتوب هيله هم کړې.

بوش ددغي غونډي په پای کي وايي: داخبره دلته ديادوني وړ ده چي موږ ټول سره راغونډ سوي يو، تر څو د روان مالي کړکيچ د رفع لپاره ګډ عمل وکړو. ددغه روان مالي کړکيچ له امله زموږ ملي اقتصاد هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ سوی او موږ دلته ددې موخي دپاره سره راغونډسوي يو چي په ګډه سره دداسي یوي سیاسي طرحي دپاره لاره هواره کړو چي د پلي کولوپه نتيجه کي يې اقتصادي وده ترلاسه کړای سي. زموږ دلاس ته راغلي موافقو په اصطلا زړی به داوي چي موږ بايددداسي يو لړ پرنسيپونو او اقداماتو څخه کار واخلو تر څو چي زموږ مالي سيستمونه د 21 پیړۍ دواقعيتونو سره تطابق پيډا کړي.

په دغه ستره غونډه کي د لمړي ځل لپاره ستر صنعتي هيوادونه او هغه هيوادونه چي دستر صنعتي کيدلودرشل ته رسيدلي،په ګډه سره جرګه سوي او غواړي چي دنړيوال مالي سیسټم دڅارني او کنټرول په برخه کي سره ګډ کار وکړي.

بوش وويل: موږ ټول دې موافقي ته سره رسيدلي يو چي دنړيوال مالي ادارو ترمنځ دي په ژوره توګه ګډ کار وسي. د مثال په توګه دنړيوال وجهي صندوق او دنړۍ دبانک په هکله ډيري خبري سوي. دغه نړيوالي مالي موسسې ډيري د اهميت وړدي،خو خبره داده چي دغه موسسې د 1944 ميلادي کال دنړيوال نظم پر بنسټ جوړي سوي دي، نو دا به ضروري خبره وي چي په نړیوال وجهي صندوق او دنړۍ دبانک په جوړښتونو کي نوښتونه راسي. پر دې موضوع باندي هم فکر سوی چي په دغه نړيوالو مالي موسسو کي دي پرمختيايي هیوادونو ته زيات حقوق ومنل سي.

په تيره بياد واشنګټن په کومه ستره غونډه کي چي دشلو مهموصنعتي او يا دصنعتي کيدلو درشل ته درسيدلو هیوادونو دمشرانو په ګډون جوړه سوې وه، دغونډي برخه والو پر دې موضوع باندي زیات ټينګار کړی چي په نړيوال مالي بازار کي دي زيات شفافیت منځ ته راسي او بايد هرڅه ترحساب لاندي وي.