1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرني عسکر به په ۲۰۱۴م کال له افغانستان څخه ووځي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/14M1P

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هغه افغان سيال حامد کرزي پر دې توافق کړی دئ چي بهرني عسکر به لکه پخوا چي پلان سوې وه، په ۲۰۱۴ مېلادي کال له افغانستان څخه ووځي. دا خبر د سپيني ماڼۍ وياند ورکړی دئ او زياته کړې ئې ده چي دغه توافق د دواړو ولسمشرانو د تليفوني خبرو وروسته رامنځ ته سو. د افغانستان څخه د بهرنيو سرتیرو د وتنې د نېټي په هکله هغه وخت شکونه رامنځ ته سول کله چي ولسمشر کرزي وويل چي بهرني سرتیري دي د پلان سوې نېټې څخه يو کال مخکي لا د افغانستان څخه ووزي. نوموړي په کندهار کي د مشکوکه امریکايي عسکر لخوا د ولسي وگړو د وژنې په غبرگون کي دا غوښتنه کړې وه. د امریکا تر څنگ د المان هيواد هم د کرزي دغه غوښتنه رد کړې وه.