1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنيو چارو وزارت: افغان سفیر بیرته اسلام آباد ته ځي

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې وروسته له هغې چې پاکستان د عمران خان د څرګندونو سپیناوی وکړ، افغان سفیر به بیرته اسلام آباد ته ولاړ شي. عمران خان د افغانستان د سولې په برخه کې د موقت حکومت جوړولو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/3FqCq
Afghanistan Cricket-Board | Schukrullah Atif Mashal
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې وروسته له هغې چې پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په هکله سپیناوی وړاندې کړ، ټاکل شوې افغان سفیر بیرته اسلام آباد ته وګرځي. د موقت حکومت جوړولو په برخه کې د عمران خان څرګندوني، کابل په خپلو داخلي چارو کې د پاکستان د لاس وهنې په توګه یادي کړي وې.

د خپرو شوو تبصرو پر اساس د تیرې دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو شمیر خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي ول چې په افغانستان کې د یوه موقت حکومت جوړیدل به د دې سبب وګرځي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او مذاکرات په ښه توګه پرمخ ولاړ شي.

د عمران خان تر دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته، افغان حکومت له اسلام آباد څخه خپل سفیر عاطف مشعل بیرته کابل ته ور وغوښت او د عمران خان د یادو څرګندونو په هکله یې د توضیحاتو غوښتنه وکړه. افغان حکومت د خان یادې څرګندونې «بې مسوولیته» بللې وې.

سربیره پر دې، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس هم تر دغو څرګندونو وروسته پر پاکستان انتقاد وکړ. د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د ټویټر په یوه پیغام کې د کریکټ پخواني وتلي لوبغاړي عمران خان ته په خطاب کې لیکلي وو چې د افغانستان په چارو کې «بال ټمپرنګ» ونه کړي. بال ټمپرینګ د کریکټ د لوبې یوه اصطلاح ده چې پکې لوبغاړی توپ په قصدي توګه مښي څو زوړ شي او لوبه په خپله ګټه تمامه کړي. دغه کار د کریکټ د قوانینو خلاف یو کار ګڼل کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د عمران خان او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د یادو څرګندونو په هکله تر سپیناوي وروسته، افغان سفیر مشعل به بیرته اسلام آباد ته وګرځي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې چې د یو شمیر پاکستاني رسنیو له لوري خپرې شوي او په افغانستان کې بیا ځلي خپرې شوي، د محتوا په نه پام کې نیولو سره ناسمې تعبیر شوي دي.

(kh/nz (rtre