1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنگله دیش هم خپله لومړۍ لوبه وگټله

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې بنگله دیش، خپله لومړۍ لوبه له هالنډ څخه د اتو منډو په توپیر وگټله. بنگله دیش او هالنډ په اې گروپ کې دي. په پام کې ده چې نن د دغه گروپ بله لوبه د آیرلنډ او عمان تر منځ وي.

https://p.dw.com/p/1I9wN
انځور: Getty Images/AFP/Stringer

د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ په هند کې روانې دي. د دغو سیالیو په دوهمه ورځ نن بنگله دیش خپله لومړۍ لوبه له هالنډ څخه وگټله. د بنگله دیش لوبډله د اسیا جام سیالیو کې ښه ځلیدلې وه او د سریلانکا او پاکستان لوبډلو ته یې په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار موندلې وه. خو د اسیا جام اتلولي هند وگټله.

په ننۍ لوبه کې هالنډ د ټاس تر گټلو وروسته خپلې سیالي لوبډلي بنگله دیش ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. بنگله دیش وکولای شول چې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۳ منډي وکړې. د بنگله دیش تمیم اقبال ډیر ښه وځلید او ۸۳ منډې یې وکړي او تر اخره ناسوځیدلی پاتې شو.

په ننۍ بریا کې د هغه لوی لاس وو. ځکه چې د هغه پرته کوم بل لوبغاړي د پام وړ منډې و نه کړې. سومایا سرکار او صابر رحمان ۱۵، ۱۵ منډې وکړې. په هالنډي بالرانو کې فان گوگټن تر ټولو ښه وځلید او د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړې یې وسوځول. فان مکیرن هم دوې ویکټې واخیستې.

د هالنډي لوبغاړو پېل هم بد نه وو خو د ۱۱۲ تر مجموعي منډو وروسته هالنډ خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي ول او تر هغه وروسته نور درې لوبغاړي هم ژر، ژر يو په بل پسې وسوځیدل.

په وروستي اوور کې هالنډ د بریا له پاره ۱۷ منډو ته اړتیا لرله، خو بریالي نه شول. هالنډ د اوو لوبغاړو پر سر ۱۴۵ منډې وکړي او لوبه یې د اتو منډو په توپیر وبایلله. د بنگله دیش له لوري الامین حسین او شکیب الحسن، هر یو دوه لوبغاړي وسوځول.

په پام کې ده چې نن د اې گروپ د دوو نورو لوبډلو آیرلنډ او عمان تر منځ بله لوبه تر سره شي. په دې ترتیب په اې گروپ کې بنگله دیش د یوې لوبې په گټلو سره دوه پواینټونه لري. د شپې تر ناوخته به د دوهمې لوبې گټونکی هم معلوم شي.

په بي گروپ کې بیا زمبابوې او افغانستان یوه، یوه لوبه گټلې او هره لوبډله دوه پواینټه لري. په پام کې ده چې افغانستان به خپله دوهمه لوبه د پنجشنبې په ورځ له هانگ کانگ او زمبابوې به له سکاټلند سره وکړي. سکاټلنډ او هانگ کانگ دواړو خپلې لومړۍ لوبې بایللي دي.