1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنډس لیګا: بایرن مونشن خپل لمړی مقام له لاسه ورکړ

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

د المان د فوټبال د سیالیو په څوارلسمه لوبه کې د بایرن مونشن لوبډله په دې و توانیده چې لمړی مقان ټینګ کړي. اوس دغې لوبډلې دریم ځای خپل کړ.

https://p.dw.com/p/13IQw
انځور: dapd

د جمعې په ورځ د مونشن ګلاد بخ لوبډله په دې وتوانیده چې د کولن لوبډلع د صفر په مقابل کې په درې ګولونو ماته کړي. او دغه ځای خپل کړي، خو د شنبې په ورځ د مونشن ګلاد بخ لوبډلې ته د دورتمونډ لوبډلې ماتې ورکړه او دا شان یې لمړی مقام خپل کړ.

د بایرن لوبډلې سره دا موقع په لاس کې وه که چیرې د یکشنبې په ورځ د ماینز لوبډلې ته ماتي ورکړي نو بیرته یې کولای شول چې لمړی ځایې خپل کړي خو د ماینز لوبډلې د ۲ ګولونو په مقابل کې د بایرن لوبډلې ته ۳ ګوله ورکړل.

اوس د لمړي مقام لپاره هم د دریو لوبډلو تر منځ سیالي روانه ده. د دورتمونډ لوبډله په ۲۹ نمرو سره اول ځای لري، یو ځل بیا د ۲۹ نمرو سره د مونشن ګلاد بخ لوبډله دوهم ځای او د بایرن مونشن لوبډلې په ۲۸ نمرو سره دریم ځای خپل کړی.

دا وخت د نمرو په جدول کې د بریمن لوبډله په ۲۶ نمرو سره څلورم ځای، د شالکې لوبډله د ۲۵نمرو په لرلو سره ۵ ځای او د لیورکوزن لوبډله د ۲۲ نمرو په لرلو سره ۶ مقام لري.

شټوټ ګارټ د ۲۱ نمرو سره ۷ ځای، هانوور د ۲۰ نمرو په لرلو سره اتم، هوفن هایم نهم او برلین لسم ځای لري. هوفن هایم او برلین هر یو ۱۸، ۱۸ نمري لري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل