بلوچستان: وسله والو ۲۰ کارګران ووژل
۱۳۹۴ فروردین ۲۲, شنبهاعلان
د ځايي چارواکو په وينا دغه پېښه د بلوچستان د تربت ولسوالۍ په ګوبدان سيم کي د جمعې او شنبې تر منځ په شپه کي رامنځ ته سوه. زياته سوې چي يو شمېر نامعلوم وسله وال کسان د کارګرو و کمپ ته ورننوتل او د کمپ ساتونکي يې ونيول.
د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي وسله والو کسانو هغه کسان چي د سيمي خلک نه ول اول جلا کړل او بيا يې په ډزو ووژل.
د مکران د سيمي کمشنر پسندخان بليدي و اسوشيېټډ پريس ته ويلي دي چي د بريد کوونکو وسله والو شمېر ډېر جګ ؤ. د نوموړي په وينا له همدې کبله هغه په دې وتوانېدل چي ۸ پيره کوونکي تر خپل کنټرول لاندي راولي. د بليدي په وينا « وروسته وسله والو کسانو په خوب د بيدو کارګرو په قتل عام پېل وکړ.»
د کمشنر په وينا په وژل سوو کارګرو کي ۱۶ کسان د پاکستان د پنجاب ايالت څخه ول او څلور نور د سند ايالت څخه راغلي ول. د ياد چارواکي په وينا په دغه وسله وال بريد کي ۳ کسان ژوبل سوي هم دي.
د بلوچستان ايالت د دغې قضيې په تړاو د سمدلاسه پلټنو د پېلولو خبره کړې ده. دغه حکومت د هر وژل سوي کارګر کورنۍ ته د لسو لکو روپو او د ژوبل سوو کسانو له پاره د پنځوسو زرو روپو د سمدلاسه مرستو اعلان هم کړی دی.
د دغه بريد پړه د بلوچ لبرېشن فرنټ په نوم يوې وسله والې ډلې په غاړه اخيستې ده.