1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"بلوڅان د آزاد هيواد حق لري"

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس یوه غړي د یوې اعلامیې وړاندیز کړی دﺉ چې پکښې ویل شوي دي چې بلوڅان د آزادۍ حق لري.

https://p.dw.com/p/145JQ
انځور: Zurutuza

د امریکا د گانگرس غړي دينا روباکر، ویلي دي چي په پاکستان کي د بلوڅانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل کیږي او د محکمې له حکم څخه پرته د هغوی د وژلو لړۍ دوام لري.

که څه هم د دې امکان لږ دﺉ چي دغه اعلامیه دې د کانگرس له خوا تأیید شي خو د اعلامیې وړاندیز پاکستان په غوسه کړی دئ.

د دغې اعلامیې وړاندیز د جمهوري غوښتونکو د گوند استازي دينا روباکر‎ کړې دﺉ. روباکر د بهرنيو چارو د يوې کمېټې رئيس هم دئ. د دغې اعلامیې د مسودې ملاتړ لويي گومرټ او ستيو کنگ هم کړی دئ.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغې اعلامیې پر وړاندیز سختې نيوکې کړي دي. د اعلامیې په وړاندیز شوې پنه کې ويل سوي دي چي بلوڅان په تاريخي توگه د خپل برخه لیک د ټاکلو حق لري. اعلامیې زياته کړې ده چي بلوچستان اوس د پاکستان، ايران او افغانستان په هیوادونو کې ويشل شوی دئ:

په اعلامیه کې راغلي دي چي بلوچستان اوس د افغانستان، پاکستان او ایران تر منح ویشل شوی دﺉ.
په اعلامیه کې راغلي دي چي بلوچستان اوس د افغانستان، پاکستان او ایران تر منح ویشل شوی دﺉ.

په اعلامیه کې زیاته سوې ده چي بلوڅان د خپل هيواد د لرلو حق لري او هغوی ته بايد دا حق ورکړل سي چي خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

په اعلامیې کي راغلي دي چي بلوڅان اوس تر سیاسي او ژبني فشارونو لاندي دي. اعلامیې د دې خبرې په هکله خواشیني څرگنده کړې ده چي امریکا اسلام آباد ته چي د اعلامیې په حواله یو ظالم حکومت لري وسلي ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي دغه اعلامیه د شخصي موخو پر اساس وړاندي سوی ده. هغه زياته کړې ده چي وړاندیز شوې اعلامیه د «جهالت او بي علمۍ» پر اساس ولاړ ده.

څو ورځي مخکې دينا د بلوچستان پر موضوع یوه غونډه هم کړې وه. پاکستان هغه وخت هم سخت غبرگون ښودلی وو او د امريکا د کانگرس د یوه غړي له خوا د بلوچستان د موضوع څيړنه ئې د پاکستان د مرکزي پارلمان په يوه قرارداد کي غندلې وه.

احمدولي اڅکزی (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش