بلخ ته د غني سفر او د طالبانو لاسونو ته د نورو ولايتو لوېدل
۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبهافغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۱۱مه) اسوشتید پریس خبري آژانس ته وویل چې د بدخشان ولایت مرکز، فیض آباد ښار او دغه راز د بغلان او فراه ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لويدلي دي.
دغه آژانس له کابله، زیاتوي چې د افغانستان د امنيتي سرچينو په دې اړه په سملاسي توګه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د رويترز خبري آژانس هم د عيني شاهدانو له قوله ليکلي وسله والو طالبانو سه شنبه ماښام د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار هم نيولی دی.
طالبانو د نژدې يوې اوونۍ په موده کې د افغانستان په شمال کې د جوزجان، سرپل، کندز او تخار ولایتونو مرکزونه هم تصرف کړي دي.
دغې ډلې د دوشنبې په ورځ د مهم شمالي ولایت بلخ مرکز، مزار شریف ښار د نیولو په موخه هم خپل تحرکات درلودلي خو هغه وخت د بلخ امنيتي چارواکو دویچه ویله ته ویلي وو چې د طالبانو بریدونه ېې په شا تمبولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني نن چهارشنبه (د اګست ۱۱مه) د امنيتي وضعيت د څيړنې په موخه دغه ښار ته تللی دی.
ارګ پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې غني نن د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، استاد محمد محقق او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد له مشر، جمعه خان همدرد سره لیدلي دي.
په اعلاميه کې زیاته شوې چې «په دې کتنه کې د شمال زون د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ، د امنيتي و دفاعي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي پاڅونونو همغږي، تجهیز او انسجام» په اړه خبرې شوي دي.
اوس مهال د کندز ولایت چارواکي او امنيتي ځواکونو د دغه ولایت هوايي ډګر ته تللي دي. د سيمې ځينې اوسیدونکي وايي چې نن طالبانو هوايي ډګر ته قومي مشران استولي دي.
د بغلان ښار مرکز پلخمري ښار یوه اوسیدونکي محمد عثمان دویچه ویله ته وويل: «د پلخمري ښار وضعیت بيخي نورمال دی، طالبانو ځينې چيک پاينتونه جوړ کړي بعضي موټرونه تلاشي کوي. په ښار کې جګړه نه شته.»
عثمان زیاته کړه چې پرون ماښام پلخمري ښار ته د طالبانو له دننه کیدو مخکې ځايي چاروکو ښار پريښود او کيله ګې خوا ته ولاړل.
د کابل - شمال لويه لار چې مرکز له نهو شمالي او شمال ختيخو ولایتونو سره نښلوي، د پلخمري ښار له منځه تیره شوې چې بیا د همدغه ښار په شمال کې پر دوو استقامتونو، شمال او لويديځ ته بيله شوې ده. شمال لور ته تللې لار يې کابل له خپله بغلان، کندز، تخار او بدخشان سره نښلوي او لويديځ لور ته تللې لار يې سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ته تللې ده.