1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان: خسرخیلو خپله ناوې پنځه میاشتې شکنجه کوله

۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

افغان امنیتي ځواکونو یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د پنځو میاشتو شکنجې وروسته د هغې له خسرخیلو له بند څخه آزاده کړې. دغه انجلې وروسته له هغې له شکنجې سره مخامخ شوه چې خسرخیلو یې هغه بدلمنۍ ته وهڅوله.

https://p.dw.com/p/13aV6
آرشیف انځور: افغانستان اوس هم د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد ګڼل کیږي
آرشیف انځور: افغانستان اوس هم د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد ګڼل کیږيانځور: Oscar Calero

موندل شوې انجلې سحر ګل نومیږي. چارواکي وایي چې هغه یې د خسرخیلو لخوا بدلمنۍ ته هڅول شوي وه خو کله چې سحرګل د دغه کار د ترسره کولو څخه ډډه وکړه نو هغه یې په تشناب کې بندې کړه.

پیښه د بغلان په ولایت کې رامنځ ته شوې. افغان امنیتې ځواکونو د سحر ګل د موندلو عملیات وروسته له هغې پیل کړل چې د هغې مور او پلار پولیسو ته د سحرګل د لادرکه کیدو خبر ورکړ.

پولیسو سحر ګل د دوشنې په ورځ د هغې د میړه د کور په تاکاوۍ کې وموندله. افغان چارواکی، فضل الرحمان، وایي چې سحرګل د هغې د میره کورنۍ وهلی او د لاس نوکان یې هم ورته ایستلي دي. دغه چارواکی زیاتوي چې د سحرګل لاس هم مات دی. د پیښې په اړوند درې ښځې نیولې شوي هم دي خو د سحرګل میړه په تیښته بریالی شوی دی.

دغه پیښه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې کچه ښکاره کوي. د پلخمري د ښار د روغتون مشر، ډاکټر ګل محمد وردک، وایي چې سحر ګل ډیر سخت ټپونه لري چې ښېي هغه وهل شوې ده:

«د هغې پښې او مخ ټپونه لري. د هغې د چپ لاس نوکان هم ایستل شوي دي.»

سحرګل د خپل میړه سره اوه میاشتې مخکې واده وکړ. هغه تر دې پخوا د بدخشان په ولایت کې اوسیده خو د واده وروسته بیا بغلان ته راوستل شوه. د بغلان د ولایت د ښځو د چارو مسؤله وایي چې د سحرګل مور او پلار نه شو کولای چې د هغې د واده وروسته، ورسره اړیکه ټینګه کړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د ۲۰۱۱ کال په دریو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۲۶ دوسیې ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۰ کال کې د دغو دوسیو شمیره ۲۷۰۰ ته رسیده.

په همدې حال کې بیا اکسفام رپورټ ورکړی چې په افغانستان کې ۸۷ سلنه ښځې د یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ دي. تیره میاشت خو په افغانستان کې میشت د ملګرو ملتونو دفتر خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د ښځو څخه د ملاتړ قانون د افغان حکومت لخوا په پوره توګه نه تطبیقیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم