1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا د خپلو جاسوسانو ځایونو ته تغییر ورکړ

آژانسونه/گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ خرداد ۲۴, یکشنبه

د رپوټونو په حواله د بریتانیا د خارجی استخباراتو ادارې هغه وخت خپل جاسوسان بل ځای ته انتقال کړل ، کله چی روسیې او چین د سنودن اسنادو ته لاس رسی پیدا کړ.

https://p.dw.com/p/1FgzB
انځور: Fotolia/Brian Jackson

په رپوټونو کی راغلی چی دغو دواړو هیوادونو د سنودن د خوا بربنډ سوو هغو اسنادو ته لار پیدا کړې چی د غربي استخباراتو په هکله دي. د Sandy Times په نامه بریتانوۍ ورځپاڼې په رپوټ کی راغلی چی چین او روسیې ددغو اسنادو د پټ ساتلو تخنیکی سیستم ته لار موندلې ده.
دغو اسنادو ته لاس رسي ، د M16 په نامه د بریتانیا د خارجی استخباراتو اداره دې ته مجبوره کړه چی خپل جاسوسان راوغواړي. نوموړې ورځپاڼې خپل رپوټ ددغه هیواد د صدراعظمۍ د ماڼۍ ، داخله وزارت او امنیتی چارواکو د منابعو پر اساس لیکلی دی.

Edward Snowden auf der CeBIT in Hannover
ادوارد سنودن د مارچ په میاشت کی د هانوور د CeBIT په نندارتون کی د پردې پر مخانځور: picture-alliance/dpa

د Downing Srteet په نامه د لندن د مرکز په سړک کی د صدارت د مقام یوې سرچینې BBC ته ویلی چی روسیه او چین داسي اسناد په لاس کی لری چی د جاسوسانو د انتقال سبب سوي دي. ددغې سرچینې په حواله داسی شواهد په لاس کس نسته چی ددغو جاسوسانو څخه دي کوم یوه ته زیان رسیدلی وي.

د دوو کلونو راهیسي د امریکایی استخباراتی اداری NSA او د هغه بریتانوي متحد GCHQ د نړیوالی څارنی په هکله تل نوي معلومات رابرسیره کیږي. د هغه دلیل دادی چی د امریکا د استخباراتی ادارې پخواني کارکوونکی ادوارد سنودن بې شمیره پټ اسناد په لاس راوړل او هغه یې ژورنالیستانو ته په اختیار کی ورکړل.

Großbritannien Geheimdienst Gebäude MI6 in London
دبریتانیا د خارجی استخباراتو اداره یا M16انځور: AP

ددغو اسنادو تر بربنډیدو وروسته د مسکو حکومت سنودن ته د یوه مشخص وخت د پاره پناه ورکړه او په تکرار سره یې متحده ایالاتو ته د هغه لیږدول رد کړه. سنودن په خپله وویل ، دی به هغه وخت متحده ایالاتو ته ورسي چی د هغه په مقابل کی د یوې عادلانه محکمې ضمانت سوی وي. د سنودن د خوا ددغو اسنادو د بربنډولو موضوع په امریکا کی هم لانجمن بحثونه راپورته کړي ، څوک ورته د اولس د حقونو مدافع او څوک یې هم هیواد ته خاین بولي او غواړی محاکمه سي.