1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بروکسل: د افغانستان ماموریت د ناټو او روسیې په ګټه دئ

۱۳۹۰ آذر ۱۷, پنجشنبه

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو پریکړه وکړه، چي دغه سازمان به په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د اوږد مهال مشارکت په چوکاټ خپل حضور و ساتي. په دغه کال کي له افغانستان څخه د ناټو ټول جنګي سرتیري وزي.

https://p.dw.com/p/13ObZ
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان سره مرستي کوي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان سره مرستي کويانځور: dapd

دغه پریکړه تیره ورځ «چهار شنبه» په بروکسل کي وشوه. د هغوئ دغه غونډه به نن هم دوام وکړي. په ننۍ غونډه کي په اروپا کي د دفاعي ډال او په کوسووا کي د ناټو ماموریت پر سر هم بحث کیږی.

اوس دا خبره په بشپړه توګه روښانه ده چي په افغانستان کي د ناټو ماموریت باید په بشپړه توګه پای ته ورسیږي. د ۲۰۱۴ کال تر پايه ، د ناټو غړو هیوادونو ټول جنګي سرتیري بايد له افغانستان څخه ووزي . خوا دا د دې معنا نه لري چي ناټو له دې هیواد څخه په بشپړه توګه ورکیږي.

د ناتو عمومی منشی، اندرس فوګ راسموسن، په بروکسل کي د غونډي برخه والو ته د بن په کنفرانس کي د نړیوالي ټولني د پریکړي یادونه وکړه:

«د اونۍ په پیل کي د بن په کنفرانس کي نړیوالي ټولني له افغانستان سره د اوږد مهال ملاتړ ژمنه وکړه. په دې برخه کي به ناټو خپله بشپړه ونډه ولري. موږ به په دې هکله غور وکړو چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د اوږد مهال مشارکت په چوکاټ کي څه کولای شو.»

په بروکسل کي د ناتو د بهرینو چارو وزیرانو د غونډي بله مهمه موضوع په اروپا کي د ناټو د دفاعي ډال د جوړیدو په اړه له روسيې سره د تیرو ورځو شخړه وه. روسیه وایي چي هغه له داسي يو دفاعی ډال څخه بيره لري او په همدې وجه یې پریګړه کړي چي د اروپا يي اتحادیې پر پوله، کالیننګراد کي یو مقابل دفاعي ډال جوړ کړئ.

د ناټو عمومي منشې، اندرس فوک راس موسن، د روسیې دا تصمیم «د بې ځایه پیسو د لګولو» په نامه یاد کړ. ناټو وایي چي د هغوئ دفاعي ډال د روسيې پر ضد نه دئ، او په همدې وجه روسيې ته دا اجازه هم نه ورکوي، چي د ناټو د پلان مخه ونیسي.

خو ناټو په عین وخت کي د روسيې همکاریو ته هم اړتیا لري. د بیلګي په توګه د روسیې له لاري افغانستان ته د پوځي اکمالاتو د استولو په برخه کي. اوس پوښتنه دا ده چي آیا په دې برخه کي به د هغوئ تر منځ یو ډول تبادله یې معامله وشي؟ دې پوښتنې ته د ناروې د بهرنیو چارو وزیر، یوناس ګار شتوری، جواب ورکړئ:

«زما په نظر سړۍ باید داسي یو څه یو له بل سره ونه تړي چي هغه هيڅ تړاو سره و نه لري. دا د ناټو او روسیې دواړو په ګټه ده چي په افغانستان کي روان پوځي عملیات دوام پیدا کړي او د امینتي مسئولیت د انتقال پروسه د ناټو له خوا بشپړه شي. په دې اړه موږ دوې ورځي مخکي په بن کي په ښکاره توګه فیصله وکړه.»

په اروپا کي د ناتو د دفاعي ډال د جوړولو پر مسئلې باندي نن د ناتو او روسیې په ګډه شورا کي بحث او خبري کیږي.

سره بیره پر دې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ننۍ غونډه کي د بحث بله موضوع په کوسووا کي د ناټو ماموریت دئ.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ويستر ویله، د کوسووا په شمال کي د ناټو پر سرتیرو باندي د نومبر په پای کي د صربیانو حمله یو ځل بیا وغندله. په دې حمله کي آلماني سرتیري هم ټپیان شول.

په کوسووا کي د ناټو پر دغو سرتیرو هغه وخت حمله وشوه، چي هغوئ غوښتل د کوسووا په شمال کي د صربیانو له خوا یو تړل شوئ سړک بیرته پرانيزي. ناټو اوس غواړي چي په دغه سیمه کي میشت صربیان باید ټول سړکونه پرانیستي پريږدي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش