برما ياميانمار
۱۳۸۶ بهمن ۲۶, جمعهد ميزيما نيوز د خبري آژانس د راپورله مخې، چې د تبعيد په حال کې کاراوفعاليت کوي، يوازې د تېروڅواوونيوپه ترڅ کې، لږترلږه، اوه تنه هغه فعالين نيول شويدي، چې د تېرميلادي کال د سپټمبر د مياشتې په احتجاجونو کې يې برخه اخيستې وه. د بشر د حقوقو د گروپونو د څرگندونوله مخې، تراوسه پورې لا، لږترلږه، اوه سوه تنه وگړي د مظاهروله کبله په زندان کې دي.
مأيوسه کونکې خبرې اترې
د اپوزيسيون مشرې او د سولې د جايزې گټونکې آونگ سان سوکي، چې له کلونو، کلونوراهيسې په کور کې نظربنده ده، د برماياميانمار له پوځي مشرتابه سره د خبرواترو په هکله خپله مأيوسي څرگنده کړه. نوموړې د کارله وزير آونگ کي سره، چې له اپوزيسيون سره د اړيکوجوړولولپاره د حکومت رسمي استازی دی، تر وروستۍ ليد نې کتنې وروسته وويل:» د دغوخبرواتروله کبله کېدای شي، چې د يوه سياسي بدلون د مېنځته راتلو په هکله بې ځايه هيلې پېدا شي. خوپه واقعيت کې بايد سړی لدې سره حساب وکړي، چې ترټولوخراب حالت مېنځته راتلای شي. «