1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین: د شنې اوونۍ نندارتون پیل شو

۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/17Mqj

د باغدارۍ په برخه کې نړۍ تر ټولو لوی نندارتون به برلین کې پرانیستل شو. د نندارتون جوړونکو ویلي دي چې د خوارکي موادو خونديتوب، کیفیت او بیه د دې نندارتون اصلي موضوعګانې دي.

دغه نندارتون د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جنوري د میاشتې ۱۷مه» په برلین کې پرانیستل شو. له دې سره نو دغه نندارتون خپله ۷۸مه کلیزه هم ولمانځله. دغه نندارتون د (شنې اوونۍ) په نوم هم یادیږي چې په پرانیستونکو مراسمو کې یې د آلمان د کرهڼې وزیر هم شتون درلود.

د شنې اوونۍ په نوم نندارتون به لس ورځې دوام وکړي. تمه کیږي چې دغه نندارتون ته به د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ لیدونکي راشي. په دغه نندارتون کې ۶۷ هیوادونو ګډون کړی دی. د دغه نندارتون په ترڅ کې به بیلابیل سازمانونه په نړۍ کې د خوراکي موادو د کیفیت، امنیت او قیمت په اړه غونډې وکړي.