برتانيه: د ايران څخه طالبانو ته وسلې لېږل د منلي وړ نه دي
۱۳۸۹ اسفند ۱۹, پنجشنبهبرتانيه وايي چي، د ناټو ځواکونو په افغانستان د وسلو يوه غټه زيرمه کشف کړې، چي وسلې ټولي د ايران څخه راغلي او طالب جنګيالو ته انتقاليدې. د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چي، دغه وسلي د ايراني رژيم لخوا انتقاليدې.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ويلم هيګ وايي « دا هيڅ د منلو نه ده» او دا هيڅکله د يو با مسؤليته ګاونډي « ښه سلوک» نه دی.
هغه وويل چي د لاس ته راغلو شواهدو له مخه زه دې خبري ډير په فکرکي کړی يم چي ايران اوس هم په دوامداره توګه طالبانو ته وسلې انتقالوي.
د وسلو دغه زيرمه په نيمروز ولايت کي د ايران او پاکستان پولي ته نږدي د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کي نيول سوې ده.
برتانوي ورځپاڼه ټايمز په خپل انټرنيټي پاڼه کي ليکلي چي د برتانيې ځانګړو ځواکونو په عملياتو کښي د لاريو په يو کتار کي ۴۸ راکټه چي د ۲۰ کيلومترو په واټن ويشته کولای سي او دغه راز په زرهاوو مرمي هم نيولي دي.
هيګ زياته کړې چي د تفصيلي تخنيکي څيړونو وروسته په دې کي هيڅ د شک ځاي نسته چي دغه وسلي له ايرانه راغلي دي.
هغه زياته کړه چي په ايران کي د برتانيي استازي دا موضوع د ايران د خارجه چارو د وزرات سره راپورته کړې ده.
د ۲۰۰۱ م کال را په ديخوا تر ۳۵۰ زياتو برتانوي پوځيانو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د امريکا متحده ايالاتونه او ناټو ايران د افغانستان په بې ثباتيو کي تورنوي، خو ايران دا تورنه ردوي او وايي چي د هيڅ چا ملا تړ نه کوي، او په افغانستان کي د بې ثباتۍ اصلي عامل د خارجي قواوو شتون بولي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل