1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه افغانستان ته نور ځواکونه ليږي

۱۳۸۷ خرداد ۲۷, دوشنبه

لومړي وزير براون په يوه خبري غونډه کي ويلي چي ددوې د عسکرو شمېر به په افغانستانکي زيات سي

https://p.dw.com/p/EKcs
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون او د امريکې مشر جورج بوش په لندن کي خبرو پر مهال
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون او د امريکې مشر جورج بوش په لندن کي خبرو پر مهالانځور: AP

لويه بريتانيه غواړي چي په افغانستان کي خپل پوځي ځواکونه لاپسي پیاوړي کړي . دغه خبره نن دلويي بريتانيې لمړي وزير ګوردن براون د امريکې دمتحده ايالتونو داولسمشر جورج ډبليو بوش سره په لندن کي په يوګډ مطبوعاتي کنفرانس کي کړې ده . براون ويلي دي چي، په افغانستان کي به د دوی دعسکرو شمېر د اتو زرو څخه هم زيات شي خو داچي څومره به ددوی دعسکرو په شمېر کي زياتوالی راشي برون په دقيق ډول سره څه ندي ويلي .

په روان وخت کي په افغانستان کي دنړيوال سوله ساتونکو ځواکونو په کتار کي دبرتانوي عسکرو شمېر 7800 ته رسېږي .

برتانوي عسکر دافغانستان په جنوبي نا آرامو ولايتو نو کي عمليات سرته رسوي . خو برون دا خبره هم کړې چي په افغانستان کي دبرتانوي عسکرو دشمېر زياتوالی به په دې مانا نه وي چي په عراق کي به دبرتانوي عسکرو په شمېر کي کموالی راسي.

براون داخبره هم کړې چي بايد دايران پر ضد دي اقتصادي بنديزونه لاپسي زيات کړل سي .

براون دعراق دروانو حالاتو په اړه ويلي دي چي، دده هيواد به په عراق کي خپل مسؤليتونه هېرنکړي او لا تراوسه هم په عراق کي زموږ فعاليتونو ته اړتياسته . او له همدې امله سړی دانشي ويلای چي له عراقه څخه به څه وخت بهرني ځواکونه په بشپړه توګه ووزي .

دمخه داسي آوازې وې چي ښايي برتانويان اعلان وکړي چي دغه هيواد به دهمدې روان ميلادي کال تر پايه پوري خپل ټول عسکرچي شمېر يې په روان وخت کي 4500 ته رسېږي، له عراق څخه وباسي .

په افغانستان کي د شپږ نيم کالو راپدېخوابرتانوي عسکر شته دي او دهمدې مودې راهيسي 102 تنه برتانوي عسکر په افغانستان کي وژل شوي دي .