1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون: په افغانستان او پاکستان کې عملیات یو د بل متمم دي

۱۳۸۸ آبان ۲۶, سه‌شنبه

د لويي برطانيي د لمړي وزير ګوردون برون وايی چی، په افغانستان کي زمونږ پوځی عمليات په پاکستان کی د پوځي عملياتو بديل نشي بلل کيدلای، خوبيا هم د دغه عملیاتو يو ضروري متمم ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/KZ0n
یواځی دهمدی روان ميلادی کال په موده کی په افغانستان کی د وژل شوي برطانوی عسکرو شميرسلو ته رسيږی.
یواځی دهمدی روان ميلادی کال په موده کی په افغانستان کی د وژل شوي برطانوی عسکرو شميرسلو ته رسيږی.انځور: AP

د لويي برطانيي د لمړی وزير ګوردن برون په عقيده، د دغه هیواد امنيت او ثبات په دی پوری تړلي چی د تند لارو اسلامي ډلو په ضد زمونږ مبارزه په افغانستان کي تر کومه حده پوری په بریالیتوب سره پرمخ ځي. دغه خبره پرون برون په لندن کی کړی او ويلی دي چی کوم تروريستي فعالیتونه چي مونږ تر اوسه په لويه برطانياکي کشف کړی، لږ تر لږه دڅلورو برخو څخه يی ددريو برخو ريښی له دغي سیمی سره تړاو لري.

برون دغه خبره دهيواد دبهرني سیاست په هکله په يوه کلني وینا کی په لنده کی کړيده. دي وايی چی مونږ په هغه صورت کي دخپلو سواحلو څخه په سمه توګه دفاع کړاي شو، چي دترهګري په ضد په جګړه کي خپل قاطعیت وښه یو او برون پخپله وینا کی داهم وايی چي دترهګري په ضد په جګړه کی مونږ بريالیتوبونه هم ترلاسه کړيدی. او همدا چي نن ورځ د القاعدی د نړیوال اسلامي تروريستي سازمان د مشرانو مټي په اصطلا تړل شوي او ځانونه نشی ښورولی زمونږ دمبارزي نتیجه ده . له دي امله چی په دی ورستيو وختونو کی په افغانستان کی په نسبی توګه د برطانوی عسکرو تلفات زيات شوی، نو په لویه برطانيا کی عموي افکار د هندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان ته د برطانوی عسکرو د ليږلو په ضد عمومي افکار راپاريدلي او ډیرو وګړو ته دا پوښتنه پيدا شوي چی زمونږ عسکر په دغه سیمه کی څه کوی؟

د لويي برطاني لمړي وزير ګوردن برون دا وړانديز هم کوي چي په راتلونکی کال کی دی دافغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس په لند کی جوړ کړاي شی.

برون دخپل هيواد دبهرنی سياست په هکله په کلني وینا کی دنړۍ داقليمي وضع ، داتومي سلاو دپرختيا ، دايران او دمالی بحران له موضعګانو سره هم تماس نيسي.

مونږ له دی امله په افغانستان کي یو، چي پوهیږو که چيری په افغانستان کی طالبان بيا په قدرت راشی نو له دوي سره به دالقاعدي تروريستي ډله اود نو روتند لارو اسلامی ډلو دپاره دبيا فعاليت کولو امکانات را منځ ته کيږی . دوي به بيا په خپلو عملیاتو پيل وکړی. موږ دلته په افغانستان کی عملیات کو نه ددي دپاره چی زمونږ دغه عملیات به په پاکستان کی زمونږ دعملیاتو دپاره يوبديل وي، بلکی دغه عملیات په پاکستان کی دعملیاتو يو متمم بلل کیږي.

ضیاالحق فضلی
کتونکی: يحيی وردک