1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدرالدين حقاني د نړيوالو ترهګرو په لست کي شامل کړاي شو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د القاعدي د شبکي د مشر له وژلو وروسته امريکا اوس د سيمي نورترهګرپه نښه کړي دي متحده ايالاتو د افغان مجاهدينود يوپخواني قوماندان زوي، بدرالدين حقاني، ته د «نړيوال ترهګر» نوم ورکړ او وايي چي هغه له ISI سره تړاو لري

https://p.dw.com/p/11Ezf
جلال الدین حقانی
جلال الدین حقانیانځور: picture-alliance/dpa

امريکا متحده ايالاتو بدرالدين حقاني، د «يو خاص نړيوال تروريست» په توګه وګانه. د هغه تر قومانداني لاندي ، د « حقاني» زورپالونکي دلي مقر، د رپوټونو له مخي په پاکستان کي ده. له دغه اقدام سره د نوموړي ډلي ټولي شتمني د امريکا د قضايي صلاحيتونو په حدود کي کنګل کيږي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هليري کلينتن په دغه اقدام د خپل هيواد د تروريزم او د هغه د ملاتړ کونکو ضد د يو اجرايي فرمان له مخي لاس پوري کړ. همدا راز دغه اقدام له امريکايي انفرادي اشخاصو يا ډلو څخه هم غوښتنه کوي چي له بدرالدين حقاني سره د مالي تبادلي يا راکړي ورکړي معاملو څخه دي لاس واخلي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کي چي له د دي اقدام اعلان يي کړي دي، راغلي دي: « دي اقدام سره به دغه خطرناکه کس ته د هر ډول مالي يا نور مرستو د رسيدو مخه ډب شي.»

بدرالدين حقاني د پخواني جنګ سالار جلال الدين حقاني زوي دي کوم چي سړي چي د «حقاني » د شبکي بنسټ ايښودونکي دي. دغه ډله افغان پولي ته څيرمه د پاکستان په قبايلي ايجنسي شمالي وزيرستان کي ميشت ده او له دغه ځاي څخه خپل جنګيالي د جګړي لپاره افغانستان ته استوي.

دغه ډله د 1980 م کلونوپه لسيزه کي مشهوره شوي وه. په هغه وخت کي دغي ډلي ته د CIA او د سعودي عربستان لخوا وسلي او پيسي ورکول کيدي تر څو په افغانستان کي د شوروي د اشغال پر خلاف جګړه وکړي. دغه ډله د پاکستان د استخباراتي شبکي ISI سره هم د اوږدي مودي راهيسي اړيکي لري.

پدي کار سره د دي امکان شته چي د امريکا او پاکستان اړيکي نوري هم خرابي شي. پداسي حال کي چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژنه او د امريکا دغه تور چي پاکستان د جنګياليو خلاف ډير څه نه کوي هسي هم د واشنګټن او اسلام آباد اړيکي ترينګلي کړي دي.

د امريکا لوي درستيز مايک مولن د اپريل په 20 د يو پاکستاني تلويزون سره په مرکه کي ويلي وو چي د پاکستان استخباراتي شبکه د حقاني د ډلي سره د اوږدي مودي راهيسي اړيکي لري.

د امريکا متحده ايالاتو پاکستان ته داسي شواهد هم وړاندي کړي وو چي د دغه ډلي خطر مخ په ډيريدو دي. په هغو شواهدو کي چي دوي وړاندي کړي په يو شمير حملو کي د دوي ښکلتيا ښيي چي د هغي له جملي څخه په بګرام کي دناټو ځواکونو په نظامي اډه باندي حمله هم شامله ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بدرالدين حقاني د دغه شبکي لپاره عملياتي قوماندان ګڼلي دي چي، په افغانستان کي ر روان بغاوت په سر کي ځاي لري او د ډيرو تروريستي حملو مسؤل دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم