«د سوريې په ماموريت کې دې بدلون راشي»
۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبهاټکل کيږي چي ملگري ملتونه به سوريې ته د خپل هغې څارونکې ډلې د غړو په شمېر کي کموالی راولي، چي په دغه هيواد کي د اوربند د څارنې په کار بوخته ده. د دغې کمونې دلايل په سوريې کې د وضعې لا کړکېچن کیدل او د ملگرو ملتونو پلاوي ته د گواښونو زياتیدل بلل کيږي.
د بېلابيلو خبري رسنيو د راپورونو پر اساس بان کي مون، د امنيت شورا ته د سوريې په هکله يو راپور استولی دﺉ. په دغه راپور کي وړانديز سوی دﺉ چي سوريې ته د لېږدول سوي څارونکي پلاوي په ماموريت کي دې بدلون راوستل سي. وړانديز سوی دﺉ چي د ملګرو ملتونو دغه پوځي ډله چي د غړو شمېر ئې ۳۰۰ تنو ته رسیږي، پر داسې یوې ملکي ډلې باندې بدله سي چي د غړو شمیر ئې ۱۰۰ تنه وي. د دې تر څنگ د څارونکې ډلې په مسئوليتونو کي د بدلون راوستلو خبره هم سوې ده.
د بان کي مون په راپور کي ويل سوي دي: «د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې د کار تمرکز بايد تبديل کړل سي. دغه ماموريت بايد د جگرې له ډگر څخه پلازمینې ته انتقال سي چې د غړو امنيت ئې له زيات گواښ سره مخامخ نه وي. د پوځي ډلې پر ځای بايد ملکي ډله د سياسي پروسې پر اړخونو کار وکړي.»
بان کي مون په خپل راپور کي ويلي دي چي دغه بدلونونه به له هغه شپږ ټکيز پلان سره هم مرسته وکړي چي د کوفي عنان له خوا وړاندې سوی دئ. سوريې ته د ملگرو ملتونو او د عرب لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان، تیره اونۍ د سوريې له پاره په ژينیوا کي د سولې يو نوی پلان وړاندې کړی وو.
په پام کي ده چي د امنيت شورا به د چهار شنبې په ورځ پخپله غونډه کي د بان کي مون پر وړانديزونو غور وکړي. د امنيت شورا به سوريې ته د ملگرو ملتونو د ماموريت پر څرنگوالي او د هغه د نوي کولو په هکله هم بحث وکړي. دا په داسي حال کي ده چي په سوريې کي د ملگرو ملتونو د اوسني ماموريت موده د روانې ميلادي مياشتې په شلمه نيټه پای ته رسېږي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش