1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون د خبرو له پاره پاکستان ته رسېدلی

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته رسیدلی دی. په پام کې ده چې هغه به په خپل دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر نواز شریف سره وویني.

https://p.dw.com/p/19Oee
Pakistan's Chief of Army Staff, General Ashfaq Parvez Kayani (front C) speaks with United Nations Secretary-General Ban Ki-moon (front L) during the inauguration ceremony of the Centre for International Peace and Stability in Islamabad August 13, 2013. REUTERS/Faisal Mahmood (PAKISTAN - Tags: POLITICS MILITARY)
Ban Ki-moon in Pakistanانځور: Reuters

پاکستان ته د بانکي مون سفر په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر د شخړې پر سر وضعيت لا هم ترینګلی پاته دی. د رپوټونو په حواله بان به د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سربیره له ځوانانو سره هم وویني. په پام کې ده چې بان ته به د سیلابونو سره د مبارزې په برخه کې د کار په اړه رپوټ هم وړاندي کړای شي.

په تیرو ورځو کې پاکستان او هند د کشمیر په سیمه کې د پولو دواړو غاړو ته پر یو بل باندي د ډزو کولو تورونه لگولي دي. د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اګست۲۱) اسلام آباد د هند مرستیال سفير ورغوښتی وو چې د هغوی په وینا هغه ته د هند له خوا د بې دلیله ډزو په اړه احتجاج وکړي، چې په پایله کې یې یو تن ملکي وګړی وژل شوی وو.

د هند پوځ د سه شنبې په ورځ پر پاکستان باندې د کشمیر په سیمه کې د ډزو کولو تور لګولی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کوم رپوټ نه دی ورکړی.

خو د دغه ترینګلتیا سره سره به بان په خپل سفر کې د تعلیم په برخه کې تلاښونو ته خپله توجه متمرکزه کړي. د ملګرو ملتونو له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کي راغلي دي: «تیره میاشت د ملالي ورځې په تړاو به، هغه په اسلام آباد کې له ځوانانو سره وویني، چې د ټولو له پاره د معیاري زده کړو د پر مخ بیولو او غځولو په تړاو له هغوی سره بحثونه تر سره کړي.»

ملاله یوسفزۍ، چې د نجونو د تعلیم مبارزه ده، تیره میاشت ملګرو ملتونو دغه ورځ د هغې په نوم نومولې وه. ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو له خوا وویشتل شوه، هغه ډیره سخته ټپي شوه او د درملني له پاره بریتانيا ته ولېږل شوه، چې هلته یې ژوند وژغورل شو.

دغې شپاړس کلنې مبارزې تیره میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوه وینا هم واوروله او ژمنه یې وکړه چې د زده کړو په اړه به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو او پاکستاني حکومت د احصائیو له مخې، د پاکستان کابو نیمایي ماشومان او د ځوانو نجونو درې پر څلورمه برخه لومړنیو ښوونځیو ته نه ځي.

بان به په خپل دغه دوه ورځني سفر کې د پاکستان د پارلمان له مشر سره هم وویني. د ملګرو متلونو عمومي منشي به د اګست په ۱۴ چې د پاکستان د آزادۍ ورځ ده، په اړه جوړو شوو مراسمو کې هم ګډون وکړي او پر دې سربیره به د ملګرو ملتونو په سوله ییز ماموریتونو کې دغه هیواد د سرتیرو او پولیسو پر نقش باندي رڼا واچوي. د پاکستان ډیر شمیر پوځیان د ملګرو ملتونو د سوله ییز مارموریت په چوکاټ کې دنده تر سره کوي.

په دغه دوه ورځني سفر کې به بانکي مون ته د طبعي آفاتو سره د مبارزې اداره په دغه هیواد کې د سیلابونو په اړه رپوټ وړاندې کړي. په پاکستان کې موسمي بارانونو او سیلابونو په تیرو څو اوونیو کې ۸۴ تنه وژلي دي او شاوخوا ۸۰ زره انسانان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.