1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان له احمدي نژاد او خامنیي سره ولیدل

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1602U

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون، د چهارشنبې په ورځ د ایران له دوو مشرانو محمود احمدي نژاد او ایت الله علي خامنیي سره خبرې اترې وکړي.

د سوریې موضوع له دواړو مشرانو سره د غونډو د اجندا په سر کې وه.

خبریالانو د بان په حواله ویلي دي چې ایران کولای شي د سوریې په کړکیچ کې مهم رول ولوبوي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي همداراز د ایران له مشرانو څهخ غوښتي دي چې دا خبره په اثبات ورسوي چې اتومي پروگرام ئې سوله ییز دئ.