بالآخره د ولسی جرګی رییس وټاکل شو
۱۳۸۹ اسفند ۸, یکشنبهله څو اونیو تودو بحثونو او لانجو وروسته د افغانستان د پارلمان ریاست ته مشر وټاکل سو.
دغی لانجمنې څوکۍ ته څلور ځلي د یو شمیر کاندیدانو تر منځ سیالي وسوه خو هیڅ یو کاندید هم و نه توانید چی د مجلس ډیری رایي خپلي او ځان دغه مقام ته ورسوي.
نن د پارلمان غوڅ اکثریت د افغانستان د یوې لږکۍ د استازي پر سر هوکړه وکړه او هغه یی د پارلمان د ریس په توګه وټاکه.
دغه کس عبدالروف ابراهیمی نومیږی.
ابراهیمي په خټه ازبک او د کندز ولایت استوګن دی چی تیر ځل هم په پارلمان کی وکیل وو.
د نوموړي د ټاکلو لپاره په علني توګه رايي ګیري وسوه او په مجلس کی له 249 کسانو 173 تنه حاضر ول.
د پارلمان موقت رییس ښاغلي عثماني د پارلمان له ټولو غړو د هغه څه لامله مننه وکړه چی پر وینا یی د پارلمان د مشر لپاره یی یو وړ کس وموند.
ولسي جرګې نن د هغې طرحې له مخې، چې د دغې جرګې د مشر د ټاکلو پر سر د راولاړې شوې ستونزې د حل په موخه د جوړ شوي کمېسيون لخوا وړاندې شوې وه، پرېکړه وکړه، چې د ټولو غړيو په توافق سره به يوه ازبک وکيل ته د رياست لپاره رايه ورکوي.
دغي څوکۍ ته څو ځله مخکې هم سیالي سوه خو حتی د پارلمان پخوانی ریس محمد یونس قانوني او مقتدر حکومت پلوه وکیل عبدالرب رسول سیاف هم و نه توانیدل چی دغه څوکۍ خپله کړي.
خو نن هم سیاف او هم قانوني دواړو د پارلمان د ریاست د څوکۍ لپاره د ښاغلي عبدالروف ابراهیمي د ټاکلو پر سر هوکړه وکړه.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه یوه خپره سوي خبر پاڼه کاږی چی ابراهیمي د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ قومي مشر او مخور دی.
دویچې ویلی ته له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په را رسیدلي خبر پاڼه کی راغلي چی حکومت د پارلمان د وکیلانو له دغی پریکړي چی د دغي څوکۍ لپاره یی مشر وټاکه ډیره ستاینه کوي او د دغه اقدام هرکلی کوي.
ابراهیمي د خپلو خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د اساسي قانون او د پارلمان د کورنیو اصولو د لایحې په رڼا کې به د پارلمان چاري تنظیموي او یوه لویشت به هم د قانون له رڼا پرته خوځښت و نه کړي.
ابراهيمي په خپله لومړۍ وينا کې د ولسي جرګې له ټولو غړيو څخه غوښتنه وکړه، چې د رياست د چارو د پرمخ بيولو په برخه کې دې له ده سره کافي مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسي جرګې ټول غړي بايد د قوانينو د تصويب پر مهال درې اصله په نظر کې ونيسي.
د ابراهيمي په وينا، چې ولسي جرګه بايد هغه قوانين تصويب کړي، چې د اسلامي اساساتو، او شریعت په رڼا کی وي.
کابل/ میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم